ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ايران څخه تخار ته لس مړي راوړل شوي

له ايران څخه تخار ته لس مړي راوړل شوي

author avatar
25 Apr 2015 - 15:46
له ايران څخه تخار ته لس مړي راوړل شوي
author avatar
25 Apr 2015 - 15:46

تالقان ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې له تېرو دوه ورځو ارهيسې، له ايران څخه د لسو تنو افغانانو مړي تخار ولايت ته راوړل شوي دي.

ددغه ولايت د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې ډلې څخه ۷ تنه په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله مړه او درې نور د هغه هېواد د حکومت له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

تېمور وايي، لس تنه افغانان چې د قاچاق وړونکو له لوري ايران ته بېول کېدل، د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې راغلي چې د موټر د ګړندي والي له امله  له يوې لارۍ سره ټکر شوی او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي.

د هغه په وينا، درې نورجسدونه هم چې له ايران څخه راوړل شوي، دوه يې د ايران د حکومت له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام او يو بل ددغه هېواد په زندان کې يې مغزي سکته کړې وه .

نوموړی زياتوي چې په لسګونو نور افغانان چې د ايران حکومت له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور د هغه هېواد په زندانونو کې بندي دي، د مرګ په انتظار دي.

تيمور وايي ددغو زندانيانو يو شمېر يې له خپلو کورنيو سره د ټيلېفون په ليکه خدای پامانۍ هم کړې دي.

په همدې مهال بيا د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شوراغړي روح الله رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ايران په هرمزګان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله لس تنه وژل شوي چې د يوشمېر هغو مړي راوړل شوي دي.

نوموړی وايي : "ايران هرکال بېګناه افغانان په بېلابېلو پلمو وژني او بندي کوي ، ۱۴ تنه  چې د قاچاق وړنکي په موټر کې سپاره وو، په هرمزګان ولايت کې امنيتي ځواکونو غوښتل چې ويې نيسي چې ناڅاپه يې موټر له يوې لارۍ سره ټکر کړى او لس کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي."

نوموړی له افغان حکومت څخه غواړي ددې ترڅنګ چې ايران ته تشريفاتي سفرونه کوي، د افغان کډوالو په اړه دې هم د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د تخار ځايي چارواکي وايي چې په روان کال کې ددغه ولايت شاوخوا ۳۰ تنه اوسېدونکي په ايران کې اعدام او مړي يې دغه ولايت ته راوړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.