ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ټولې جنګي خواوې دې له سياسي لارو خپلو موخو ته کار وکړي”

“ټولې جنګي خواوې دې له سياسي لارو خپلو موخو ته کار وکړي”

author avatar
25 Apr 2015 - 20:03
“ټولې جنګي خواوې دې له سياسي لارو خپلو موخو ته کار وکړي”
author avatar
25 Apr 2015 - 20:03

کابل (پژواک ٥ غويى ٩٤): د افغانستان لپاره د قاطع ملاتړ اړوندو هېوادونو سفيران وايي، اړينه ده ټولې جنګي خواوې له سياسي لارو خپلو موخو ته کار وکړي، ترڅو په افغانستان کې دايمي سولې ته لاره برابره شي.

د اجرايه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په ناټو چوکاټ کې د افغانستان لپاره د قاطع ملاتړ اړوندو هېوادونو له دایمي سفیرانو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغه پلاوي کې د ناټو د عمومي سرمنشي د عملياتي برخې د مرستیال په ګډون د امریکا، جرمني، ایټالیا او ترکیې سفیرانو ګډون درلود.

د خبرپاڼې په حواله، د ناټو د غړو هېوادونو یاد پلاوي وویل، ضروري ده، چې ټولې جنګي خواوې له سیاسي لارو خپلو اهدافو ته کار وکړي او په دې توګه سره، په افغانستان کې دایمي سولې او ټيکاو ته زمینه مساعده شي.

هغوی د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ضد د سیمه ییزو هېوادونو رښتينې همکاري کلیدي وبلله او زیاته یې کړه، چې یواځې د سیمې هېوادونو د هر اړخیزو همکاریو په پايله کې له دې پديدې سره مبارزه کېدلای شي.

دغه پلاوي د ناټو په مرکز بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه، چې د روان زېږدیز کال په منځ کې به جوړېږي، د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهمه وبلله او هلته یې د افغان لوري فعال حضور وغوښت.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې ډاکټر عبدالله په دې کتنه کې وويل، چې هېواد یې له نوي سیاسي رهبرۍ سره ښې خوا ته روان دی او دغه وخت کې د ناټو نوی ملاتړ اساسي ارزښت لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.