ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې ١٦ وسله وال وژل شوي

په زابل کې ١٦ وسله وال وژل شوي

author avatar
25 Apr 2015 - 16:14
په زابل کې ١٦ وسله وال وژل شوي
author avatar
25 Apr 2015 - 16:14

کلات ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : په سوېل کې د ٢٠٥ قول اردو قوماندان وايي چې په ټول زابل ولايت کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې تر اوسه ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ٢٠٥ قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، له دې عملياتو موخه له وسله والو مخالفينو څخه دسيمو پاکول او په دې سيمو کې د امنيتي پوستو فعالول دي.

جنرال حميد وايي چې په دې عملياتو کې تر اوسه په شاه جوى ولسوالى کې ١٤ وسله وال وژل شوي، ١١ ټپيان او درې يې ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا،  په دې ولسوالۍ کې ١٩ موټر سايکلونه هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې په اټغر ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه  وسله وال وژل شوي او په ميزانه ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال د وسله والو مخالفينو يوه دهشکه له منځه تللې ده.

د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي ، دوى هڅه کوي چې ددې عملياتو پر مهال د خاک افغان ولسوالۍ چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده، ونيسي او په کې ددولت حاکميت وغځوي.

د هغه په وينا،دوى هڅه کوي چې د عملياتو پر مهال په دې ولايت کې تښتول شوي د ٣١ کسانو څرک هم ولګوي.

د دې ولايت د ولايتي شورا رييس حاجي عطا جان پژواک ته وويل چې دا عمليات تر اوسه په برياليتوب سره روان دي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه دې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د خلکو د کورونو او باغونو  د  زيانمنولو مخه ونيسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.