کندهار ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې نيول شوې ١١٨ ميله تومانچې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
د کندهار د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د غورک ولسوالۍ پوليسو په خپلو عملياتو کې ١٦ مېګاروف او ١٠٢ ټي ټي تومانچې نيولې وې، چې نن د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو دغه تومانچې چې ټولې نوې دي، د کرښې له هغې غاړې څخه رالېږدولې وې چې پوليسو ونيولې.
د نوموړي په وينا، له دغو تومانچو څخه وسله والو مخالفينو د هدفي وژنو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې استفاده کوله.
په سوېل کې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ د پروګرام مسوول بريد جنرال عبدالقيوم پوپل پژواک اژانس ته وويل چې سپارل شوې وسلې ساحوي ډيپو ته سپاري او له ترميم وروسته د اړتيا پر بنسټ اړوندو امنيتي ارګانونو ته ورکول کېږي.
هغه وويل، د کندهار امنيې قومندانۍ تر دې مهاله سلګونه ميله بېلابېلې وسلې چې په عملياتو کې نيول شوي، هغوى ته سپارلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن