ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کالدانې ٢١٤٥ پېښې ثبت شوي دي

په کندهار کې د کالدانې ٢١٤٥ پېښې ثبت شوي دي

author avatar
25 Apr 2015 - 19:40
په کندهار کې د کالدانې ٢١٤٥ پېښې ثبت شوي دي
author avatar
25 Apr 2015 - 19:40

کندهار ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ملاريا ناروغۍ پېښې کمې شوي، خو د کالدانې/لشمانيا ناروغي پېښې ډېرې دي، چې هغو يې د مخنيوي هڅې کوي.

دغه څرګندونې د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ٥مه، د ملاريا د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې چې د عامې روغتيا رياست په تالار کې جوړه شوې وه.

ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل په دې ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د ملاريا ناروغې پېښې کمې شوي، چې لامل يې د خلکو د پوهاوي ډېرېدل او د هغوى له خوا د پشه خانو وېش دى.

هغه زياته کړه، د دې ولايت په ټولو روغتيايي مرکزونو کې يې د ملاريا او لشمانيا ناروغيو د وړيا تشخيص او درملنې اسانتياوې برابرې کړي، چې تر ډېره يې د دې ناروغۍ په کنټرول کې رول درلودلى دى.

ده وويل، د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور پر بنسټ د نړۍ په ٩٧ هېوادونو کې ٣،٣ ميليونه تنه د ملاريا ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

د نوموړي په وينا، تېر کال په نړۍ کې د همدې ناروغۍ ١٠٨ ميليونه پېښې شوې وې چې ٥٨٤ زرو تنو د همدې ناروغۍ له لاسه خپل ژوند ورکړ.

د کندهار د عامې  روغتیا رياست د ملاریا او لشمانيا څانګې مشر ډاکتر عبدالشکور نصرت وويل، په ١٣٩٣ لمريز کال کې په کندهار کې ٥٩٤٠ ناروغان د ملاريا ناروغۍ د تشخيص په موخه معاينه شوي، چې په دې ډله کې ٦٧ تنه يې د ملاريا په ناروغي اخته وو، چې همدلته يې درمنله شوې ده.

هغه خبر ورکړ چې په روان کال کې د خبيثه ملاريا پېښې صفر شوي، په داسې حال کې چې په تېر کې دغه پېښې ډېرې زياتې وې.

خو هغه په کندهار کې د کالدانې/لشمانيا ناروغۍ د پېښې په اړه اندېښنه وښودله او ويې ويل چې تېر کال په دې ولايت کې د لشمانيا ٢١٤٥ پېښې ثبت شوي او دغه راز په همدې کال کې د ٦٤٧٤ دغه راز ناروغانو تعقيبي درملنه شوې ده.

دى وايي، هڅې کوي د ملاريا په څېر د لشمانيا پېښې هم راکمي کړي.

لشمانيا يا کالدانه يوه لېږدېدونکې ناروغي ده چې د شپې له پلوه د يوه غوماشي په وسيله انسانانو ته لېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.