ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي پلاوى د کوکنار اړولو کې د هلمند د چارواکو فساد څېړي

حکومتي پلاوى د کوکنار اړولو کې د هلمند د چارواکو فساد څېړي

author avatar
26 Apr 2015 - 19:25
حکومتي پلاوى د کوکنار اړولو کې د هلمند د چارواکو فساد څېړي
author avatar
26 Apr 2015 - 19:25

لښکرګاه (پژواک، ٦ غويى ٩٤): هلمند ته له کابل څخه راغلى د هغو تورونو څېړل پيل کړي چې ويل کېږي سيمه ييزو چارواکو د کوکنارو نه اړولو په بدل کې له خلکو پيسې اخستي او ولايتي چارواکو هغوى په همدې تور له دندو لرې کړي دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د هلمند ولايتي ادارې د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري، امنيه قوماندان توريالى روهي او د ملي امنيت مدير امرالله په سيمه کې له کروندګرو د پيسو اخستو په تور له دندو لرې کړل.

چارواکو ويل چې دوى د پيسو اخستو په بدل کې بيا د هغو کروندګرو د کوکنارو کروندې نه اړولې. خو هغه مهال سلګونه ځايي اوسېدونکي ددغو چارواکو په ملاتړ د ولايتي شورا په دفتر کې ناسته وکړه.

د همدې قضيې د څېړلو په موخه د سيمه ييزو ارګانونو يو پلاى هلمند ته راغلى دى. ددې پلاوي مشر محمد ناصر روښان په ګرمسېر ولسوالۍ کې خبريالانو ته وويل، تر دې دمه دوى ته داسې شواهد په ګوتو نه دي ورغلي چې دغو چارواکو دې پيسې اخستې وي.

روښان زياته کړه: "موږ په ګرمسېر ولسوالۍ کې له هغو زرو قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو سره په غونډه کې کېناستو چې په همدي موخه جوړه شوي وه، خو داسي څوک نه وو چې په دې اړه شکايت وکړي موږ ته کوم ثبوت په لاس نه دی راغلى."

خو هغه وويل چې ددې موضوع څېړل نور وخت ته اړتيا لري او دوى هڅه کوي هغه کړۍ پيدا کړي چې ددې چارواکو په لرې کېدو کې يې لاس درلود او په ظاهري ډول يې ځېنو خلکو ته پيسې ورکړې وې ترڅو رسنيو ته يې وښيي چې ګواکې دغو چارواکو اخستې پيسې يې بېرته کروندګرو ته سپارلي دي.

د غونډې يوه ګډونوال او قومي مشر حاجي وزير خان وويل: "ګرمسېر په هلمند کې  يو له هغو ولسواليو ده، چې د دولت د وسله والو مخالفينو څرک نه پکې تر سترګو کېږي، له همدي امله د مافيايي کړيو ګټې په خطر کې وې او په پخواني مسوولينو يې دا ډول تور ولګاوه."

د خان وزير په وينا، اوس ټولو ته دا جوته شوې چې په ګرمسېر کې پيسي نه دي ټولې شوي، او دا يوه دسيسه ده نو له همدي امله د ګرمسېر ولسونه غوښتنه کوي، هغه کسان دې محاکمه شي چې د شخصي ګټو په موخه داسي کارونه کوي.

بل قومي مشر دوست محمد خان هم وويل، د ګرمسېر په امنيت او پرمختګ کې د پخوانيو چارواکو هڅې د ستايلو دي او هېڅ داسې شواهد نشته چې هغوى دې له خلکو د کوکنارو د نه اړولو په بدل کې پيسې اخستې وي.

دده په خبره، "دوی (کروندګرو) نه چاته پيسي ورکړي او نه هم دا کار شوی دی."

د ګرمسېر پخواني او د واشېر اوسني سر پرست ولسوال محمد ايوب عمر عمري وويل، د دوی پر وړاندي د ځېنو دولتي کړيو او د دولت دوسله والو مخالفينو د جنوبي زون  نظامي مسول ملانعيم  لخوا په ګډه دغه توطيه جوړه شوي وه.

نوموړي زياته کړه: "ګرمسېر له پاکستان  سره اوږده  پوله لري، لويه ولسوالي ده ۲۲ زره کيلومتره مربع مساحت  لري، او د هلمند دروازه بلل کېږي، موږ په خپلو هڅو او همغږۍ دطالبانو دفعاليتونو مخه ډب کړي وه له دې امله يې موږ بدنام کړو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.