کابل (پژواک ٦ غويى ٩٤): حکومت وايي، دا چې د افغانستان دښمنانو پر افغانانو باندې خپله ناوړه او ناروا جګړه تحميل کړې، امنيتي ځواکونه د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره بشپړتيا وړتيا، زوړورتيا او چمتووالى لري.
يادې څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي، چې د ولسمشرۍ د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، له بده مرغه د افغانستان دښمنانو زموږ د خاورې د ګټو پر خلاف د پردۍ تحميلي جګړې د دوام لپاره زموږ د بې ګناه وګړيو، ماشومانو، ښځو، علماوو او سپين ږيرو وژلو ته دوام ورکړی، زموږ د ماشومانو راتلونکی يې ګواښلی او د نړۍ د سيالو هېوادونو له کتاره يې د افغانستان د ايستلو لپاره په فساد او وينې تويونې لاس پورې کړی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان حکومت سولې ته د يوه ملي ارمان په سترګه ګوري او لومړيتوب ورکوي، خو دا چې د افغانستان دښمنانو پر افغانانو باندې خپله ناوړه او ناروا جګړه تحميل کړې ده، زموږ امنيتي ځواکونه د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره بشپړه وړتيا، زړورتيا او چمتووالی لري.
سرچينه کاږي: "د ډارنو تروريستانو موخه دا ده، چې د وحشت او تاوتريخوالي له لارې زموږ د ولس په زړونو کې وېره واچوي، خو دا يې هېره کړې ده چې افغانانو هېڅکله د ډار او تاوتريخوالي په مقابل کې سر نه دي ټيټ کړي."
سرچينه زياتوي، د افغانستان حکومت پر علماوو، ولسونو او مدني ټولنو يو ځل بيا غږ کوي، چې د خپل ملي او ديني ناموس د دفاع دنده يواځې خپلو سرتېرو ته پرېنږدي، ملي يووالى وساتي او د اسلام د لارښوونو په رڼا کې، د خپلې ملي او ديني وجيبې په ترسره کولو د انسان وژنې او فساد روانې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان حکومت خپلو خلکو ته ډاډ او دښمنانو ته خبردارى ورکوي، چې زموږ ملي امنيتي ځواکونه په داسې حال کې چې د سولې الهي اصل او انساني ارزښت ته ژمن دي، د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د هر ډول ګواښ د مقابلې وړتيا او زړورتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن