ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ١٣ وسله وال وژل شوي

خوست کې ١٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
26 Apr 2015 - 15:31
خوست کې ١٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
26 Apr 2015 - 15:31

خوست ښار (پژواک، ٦ غويى ٩٤): د خوست په سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د خوست د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نښته تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د شاويه سرحدي سيمې پر امنيتي پوسته د طالبانو تر بريد وروسته رامنځته شوه.

سرچينې دا څرګندونې د خوست د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې د والي د مرستيال عبدالواحد پټان په مشرۍ په يوه جوړه شوې نظامي غونډه کې د امنيتي چارواکو په حواله را اخيستې دي.

د سرچينې په حواله، د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال محمدناصر هدايت ويلي، چې په ياد بريد کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی، خو په ځوابي بريد کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

هغه ياد بريد د وسله والو طالبانو له لوري د عزم په نوم د پسرلنيو عملياتو يوه برخه بللې، خو زياته کړې يې ده، د عزم عمليات، چې تش تبليغاتي بڼه لري، سرله اوسه د وسله الو مخالفينوپه زيان تمام شوي دي.

همدارنګه جنرال ناصر هدايت دغه راز ويلي چې سرتېرو يې په باک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د چاودېدونکو توکو او نورو جنګي مهماتو يوه زېرمه هم کشف او ضبط کړې ده.

نوموړي زياته کړې چې د وسلو په ياده زېرمه کې يې د دوه اتيا ملي متري توپ ٤٠مرمۍ، ٧  د غرني هاوان مرمۍ او ١٧ کړۍ بېلابېل ماينونه ترلاسه کړي دي.

تر اوسه د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په سهار وسله والو طالبانو د حکومت پر وړاندې د عزم په نوم د پسرلنيو بريدونو د پيل خبر ورکړی.

په همدې حال کې امنيتي چارواکي وايي چې د طالبانو له لوري د دغو بريدونو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته نه بلکې خپله وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.