ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ملي شرم!

د افغانستان ملي شرم!

author avatar
26 Apr 2015 - 17:21
د افغانستان ملي شرم!
author avatar
26 Apr 2015 - 17:21

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٤): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، هيله يې دا ده، چې د افغانستان دولت له اروپايي ټولنې او نورو نړيوالو ملګرو سره يوځاى د فساد د سرطان ناروغۍ درملنه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې، په خپلې يوې ليکنې کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، په ډاګه کړې دي.

په افغانستان کې د اروپايې ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبن ويلي، کله چې اشرف غني د ٢٠١٤  کال د ډسمبر په مياشت کې په لندن کې نړيوالې ټولنې ته د خپلو خبرو وړاندې کولو لپاره د وينا مېز ته راغى، استوار او ټينګ ښکاره شو. د افغانستان ستر او تر ټولو وفادار ملګري ټول لندن ته تللي وو، ترڅو د افغانستان په اړه د نوي ولسمشر او د هغه د اجراييه رييس ليدلوري واوري.

ده زياته کړې، له دغه کنفرانس نه مخکې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سلاکارانو څو اوونۍ د يوه نوي، پياوړي او پر ځان بسيا افغانستان په اړه د ملي يووالي حکومت پر ليدلورو کار کړى وو.

د هغه په وينا، د نويو ليدلوريو وړاندې کوونکو اسنادو، نړيواله ټولنه تر خپل اغېز لاندې راوستې؛ خو ګډونوال د دې لپاره راټول شوي وو، چې نور څه هم واوري. دوى همداراز راغلي چې پوه شي نوى حکومت به د ملي شرم يعنې فساد پر وړاندې څه کوي. له نېکه مرغه دوى ناهيلي نه شول.

نوموړى وايي، په ټوله کې د افغانستان په نوي ليدلوري کې ښايي د يو لړ موجه لاملونو له مخې، د امنيت او سياسي ثبات په پرتله فساد ته څلور برابره پاملرنه شوې وه. ولسمشر غني او اجراييه رييس دواړه پر دې په بشپړه توګه پوهېږي، چې د دوى د ولس پر وړاندې تر ټوله ستره ننګونه طالبان نه، بلکې اداري فساد دي.

ميلبن زياتوي، افغانستان په پرله پسې ډول د شفافيت د نړيوال سازمان په لېست کې له سوډان، شمالي کوريا او سوماليا سره په يوه کتار کې راځي. فساد په ژوره توګه د افغانستان په ټولنه کې ريښې غځولي او د خلکو د ورځني ژوند د يوې برخې په توګه منل شوى دى.

د اروپايې ټولنې ځانګړى استازى وايي، په دومره لويه کچه فساد د افغانستان اوږدمهال ثبات، امنيت او پراختيا ته وژونکى دى. فساد د افغانستان اوسنۍ محدوده بوديجه خوري. دغه راز د پرمختګ او د خصوصي پانګونې مخه ډب کوي او په پايله کې يې د وسله والو مخالفينو د تمويل لامل ګرځي.  له دې سره جوخت، د افغان دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي، بې وزله خلکو ته د مرستې رسولو لړۍ دروي او په دوامداره توګه د تېرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې زيانمنوي. بل لور ته بيا، فساد دې لامل شوى، چې زرګونه نااهله کسان په لوړو څوکيو کې کار وکړي او له دې امله پر دولت د خلکو اعتماد راکم شي.

د ده په خبره، ولسمشر غني په دې ښه پوهېږي، چې فساد څه ډول ريښې کړي او د ده حکومتوالۍ د وړتياوو پر وړاندې خنډ جوړوي.

هغه زياته کړې، ولسمشر غني د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خوا د مېلمستيا پر مهال په “صادقانه توګه اعتراف وکړ، چې افغانستان د ځمکې پر مخ يو له ډېر مفسدو هېوادونو څخه دى” او ژمنه يې وکړه، چې پر دغه ملي شرم به برلاسي کېږي.

دى وايي، له هغه وروسته، ولسمشر غني د پي بي ايس تلوېزيوني چينل د خبرونو له چلوونکي ګوين ايفيل سره په خبرو کې فساد هغه “سرطاني ناروغي” وبلله، چې ټولنه له دننه څخه فلجوي. هغه په صراحت سره وويل چې حکومت به يې نه يواځې د فساد نښې نښانې روښانه کړي، بلکې په سيستماتيک ډول به يې پر اساسي عواملو د له منځه وړلو باندې هم تمرکز وکړي.

د نوموړي په وينا،سيستماتيک فساد د افغانستان د ملت شتون ته يوه ګواښ دى. هغه ګواښ چې ولسمشر او اجراييه رييس غواړي، نه يواځې په خبرو، بلکې په خپلو کړنو او اراده کې هم ورسره مبارزه وکړي.

ميلبن ليکلي، اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو اوږدمهال ملګرې ده. موږ به دلته د اوږدې مودې لپاره شتون ولرو او موږ ژمنه کړې، چې خپلو استثنايي مرستو ته به تر۲۰۲۰زېږديز کاله دوام ورکوو.

خو په افغانستان کې د اروپايې ټولنې ځانګړى استازى وايي: “موږ او دغه راز نور مرسته کوونکي هيلې هم لرو. يوه له هغو هيلو څخه دا ده، چې د افغانستان دولت له اروپاېي ټولنې او نورو نړيوالو ملګرو سره يوځاى د فساد د سرطان ناروغۍ درملنه وکړو.”

هغه کاږي، که غواړو چې د افغانستان دغه ملي شرم پاک کړو، يواځې په خبرو بسنه نه شو کولى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.