ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند امنيت د عدلي او قضايي ارګانونو اصلاح پورې تړلى دى

د هلمند امنيت د عدلي او قضايي ارګانونو اصلاح پورې تړلى دى

author avatar
26 Apr 2015 - 19:17
د هلمند امنيت د عدلي او قضايي ارګانونو اصلاح پورې تړلى دى
author avatar
26 Apr 2015 - 19:17

لښکرګا (پژواک ۶ غويى ۹۴): د هلمند يو شمېر اوسېدونکو په يوه اعتراضي غونډه کې حکومت ته خبردارى ورکړ که عدلي او قضايي ارګانونه اصلاح نه کړي او د اداري فساد مخه ونه نيسي، نو هلمند کې د امنيت تامين ناشونى دى.

د غونډې ګډونوالو پر مرکزي اداري غږ وکړ چې د هلمند وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

قومي مخور علي شاه خان وايي، نور نو په کار ده د دولت په مديريت کې شته ناخوالې پاى ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه، "دولت بايد خپل مسووليت درک کړي، نا اهلو کسانو ته سزا ورکړي او د يوه سم نظام په ډول دې خلکو ته خدمات وړاندې کړي."

علي شاه خان حکومت ته خبردارى ورکړ، که فساد همداسې روان وي، نو کېداى شي ددې حکومت عمر ډېر لنډ شي.

د هلمند د اهل هنودو يوه استازي شام سنګ وويل اوسمهال حالات داسې دي چې په لښکرګاه ښار کې خلک د امنيت احساس نه کوي.

هغه وويل چې ددې ټولو ناامنيو او ناخوالو سرچينه بې عدالتي ده. دى وايي که دولت د بې عدالتيو مخه ونه نيسي، هېڅکله به هم په هېواد کې امنيت ټينګ نشي، په ځانګړې توګه په هلمند کې.

د هلمند د قومونو د يوالې د ټولنې مشر محمد شريف عظيمي بيا په دې ولايت کې د ناامنيو پراختيا ته په اشارې سره وويل چې مجرمين نيول کېږي، خو د قضايي ارګانونو له خوا بېرته خوشې کېږي.

د عظيمي په خبره، "د مجرمينو نيول کېدل شته، خو د محکمو له خوا په ښکاره د يوې يا دوو اوونيو په اوږدو کې خوشې کېږي."

نوموړي ولايتي اداره بې کيفايته وبلله او زياته يې کړه چې د نوي حکومت په راتلو سره نه يواځي چې مثبت  بدلون  رامنځته  نه  شو، بلکې غلو او په  فساد ککړو نور هم جرئت وموند چې خپلې لارې ته دوام ورکړي.

د بست روغتون رييس ډاکټر نثار احمد بارک غونډې ته په خپلو خبرو کې د مثال په توګه د خپل زوى د تښتول کېدو يادونه وکړه او ويې ويل چې تښتوونکي په همدې نږدې ورځو کې ونيول شول خو اوس له يوه کس پرته چې په پنځه کاله زندان محکوم شوى، نور تري تم دي.

بارک تور پورې کوي چې په تښتونو کې حکومتي چارواکي هم لاس لري. هغه له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې نادودو ته د پاى ټکى کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.