ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوميا: که خلک وينه رانه کړي مړه به شم

سوميا: که خلک وينه رانه کړي مړه به شم

author avatar
26 Apr 2015 - 17:15
سوميا: که خلک وينه رانه کړي مړه به شم
author avatar
26 Apr 2015 - 17:15

جلال اباد (پژواک،۶ غويى ۹۴): د وينې په سرطان (تلسميا) اخته "سوميا" وېرېږي چې که هره مياشت ورته وينه پيدا نه شي، نو خپل ژوند به له لاسه ورکړي.

اووه کلنه سوميا د جلال اباد د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې له کوچنيوالي د دوو وروڼو په څېر د وينې په سرطان اخته ده او هره مياشت بايد تر ۱۰۰۰ سي سي وينه ورکړل شي.

سوميا يې له نيکه کمين ګل او دوه ناروغه وروڼو سره د غويي په ۶مه په جلال اباد کې د "ژوند خيريه ټولنې " د وينې د انلان ويب سايټ د پرانيستې مراسمو ته راغلې وه.

دا ټولنه له څه مودې راهيسې د تلسميا ناروغانو ته وينه برابروي او اوس يې په همدغه هدف د۴۰۰۰ وينه ورکوونکو ډونرانو په شمېر رضاکارانو د وينې انلاين ويب سايټ پرانيست.

هغې، چې اغوستی ژېړ کمېس يې ژېړې خو معصومې څېرې ته ورته و، د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تلسميا لرم، که وينه وه ژوندۍ به يم او که نه وه مړه به شم.))

نوموړې په داسې حال کې چې د نيکه په غېږ کې ناسته وه يادونه وکړه: ((زما وروڼه او زه وينې ته اړتيا لرو، ځکه دلته راغلي يو.))

هغه لکه د خپلو دوو نورو وروڼو محي الدين او تميم په څېر خبرې نه کوي، خو نيکه يې کمين ګل وايي چې هره مياشت خپلو لمسيانو ته وينه پيدا کوي.

کمين ګل پژواک ته وويل: ((پخوا په پاکستان کې وو، په هره بيه به چې وه، وينه به مو ورته پيدا کوله، اوس خپل وطن کې يو، په اولو کلونو کې د وينې پيدا کول مشکل و خو اوس خلک مرسته کوي.))

هغه يادونه وکړه چې د " ژوند" په څېر خيريه ټولنې کولای شي د هغو ناروغانو په درملنه کې ښه مرسته وکړي چې د وينې سرطان لري.

په ننګرهار کې يواځې کوچنۍ سوميا د وينې له سرطانه رنځ نه وړي، بلکې د شمېرو له مخې په دغه ولايت کې تر ۶ سوو زيات کسان پر دې ناروغۍ اخته دي.

په ننګرهار کې د ژوند خيريه ټولنې يوه مسوول اکرام الله اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل، له دغو ناروغانو سره يې د مرستې لپاره نن د وينې د ورکړې انلاين ويب سايټ پرانيست.

اکرام زياتوي: ((په ټول هېوادو کې تر ۴زره پورې ډونران لرو، په ويبسايټ کې د هغوی نومونه، د وينې ګروپ او د ټيلېفون شمېرې شته، که د هر چا اړتيا شي وينه به يې په هماغه ولايت کې ورته پيدا کېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.