غزني (پژواک، ٦ غويى ٩٤): د غزني چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د ولايت وياند شفيق ننګ وايي چې نښته نن سهار وختي د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه وويل چې په بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
د سيمې اوسېدونکى او سيمه ييز پوليس محمدالله هم پر امنيتي پوستې د طالبانو بريد تاييدوي.
طالبان د بريد مسووليت منلى او سيمه ييزو پوليسو ته د ډېرو تلفاتو اړولو ادعا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن