ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوه

لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوه

author avatar
26 Apr 2015 - 18:16
لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوه
author avatar
26 Apr 2015 - 18:16

ميدانښار (پژواک ۶ غويى٩٤ ) : د ميدان وردګو ولايت جلريز ولسوالۍ کې لسګونو سوداګرو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې د ظرفيت لوړونې  روزنه ورکړل شوه.

ددې ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شپږ مياشتنى روزنيز پروګرام د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د ثبات پروګرام له لوري په لاره اچول شوى و.

هغه زياته کړه، چې ددې پروګرام له لارې د يادې ولسوالۍ لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ  شمېر مهارتونه وښودل شول.

د دغه روزنيز پروګرام ګډونوالې نازيې وويل چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې د سوداګرۍ په برخه کې يې ډير نوي معلومات ترلاسه کړل او له دې وروسته به په ښه توګه وکولای شي،چې د خپلو سوداګريزو چارو په ترسره کولو کې د خپلې کورنۍ ورځنۍ ستونزې حل کړي .

دې زياته کړه، مېرمنې په خپل کور کې هغه سوداګريزو چارو باندې کار کوي،چې هم يې اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او هم د کورنۍ د نفقې ګټلو وسيله وګرځي .

هيله چې د دغه روزنيز پروګرام بله ګډونواله وه ، وايي  د ښځو لپاره ورته پروګرامونه يو مثبت ګام او په اوسنيو شرايطو کې دغه چاره ترسره کول يو نوښت دى .

د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د ثبات پروګرام د چارو د ښه ترسره کېدو له امله مننه وکړه او همدا راز يې مېرمنو ته لارښوونه وکړه،چې په سوداګريزو چارو کې زده کړي مهارتونه د خپلو کورنيو نورو مېرمنو سره هم شريک کړي .

دا لومړی ځل دی چې په ميدان وردګو ولايت کې د سوداګرۍ په برخه کې مېرمنو ته روزنه ورکول کيږي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.