ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: وسله والو ځانمرګي بريد ته پر  چمتو کړي تنکي ځوان جنسي تېرى کړى

ملي امنيت: وسله والو ځانمرګي بريد ته پر چمتو کړي تنکي ځوان جنسي تېرى کړى

author avatar
26 Apr 2015 - 16:42
ملي امنيت: وسله والو ځانمرګي بريد ته پر  چمتو کړي تنکي ځوان جنسي تېرى کړى
author avatar
26 Apr 2015 - 16:42

کابل (پژواک،٦ غويى٩٤): ملي امنيت وايي چې وسله والو طالبانو پر يوه تنکي ځوان تر ډله ييز جنسي تېري وروسته هغه ځانمرګي بريد کولو ته هڅولى دى، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بلال په نوم پر يوه تنکي ځوان لومړى جنسي تېرى کړى او وروسته يې ځانمرګي بريد ته اړ کړى دى.

په اعلاميه کې راغلي: ((د  ځانمرګي بريدونه او پر تنکيو ځوانانو جنسي تېري، د طالبانو او حقاني ډلو  په منځ کې په يو ساده دود بدل شوی چې دغه ناوړه کار د دوى په منځ کې په پراخه کچه مخ په زياتېدو دی.))

په اعلاميه راغلي چې دغه جنسي تېرى د وسله والو طالبانو د دريو قوماندانانو له لوري هر يو هجرت الله، طاهر او حنظله له خوا ترسره شوى دى.

د سرچيني د معلوماتو له مخې، ١٦ کلن بلال په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې يادو کسانو څو ځلې ور باندې جنسي تېرى کړى او بيا يې ځانمرګي بريد کولو ته اړ کړى دى.

په اعلاميه کې راغلي چې وسله والو طالبانو بلال کابل ته را استولى و تر څو د کابل د بګراميو ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ ځانمرګى بريد ترسره کړي خو د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شو.

د اعلاميې له مخې،  د ملي امنيت د عمومي رياست ارزونه دا په ډاګه کوي چې د طالبانو او حقاني ډلو په ترهګريزو مرکزونو کې له تنکي ځوانانو د جنسي غريزو د رفع کېدو او پر هغو د  ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو کار اخيستل کېږي.

د ملي امنيت په اعلاميه کې له کورنيو غوښتنه شوې چې خپلو بچيانو ته اجازه ورنه کړي څو د وسله والو طالبانو او يا هم د حقاني ډلې په ليکو کې شامل شي.

وسله والو طالبانو د ملي امنيت له خوا خپره شوې خبرپاڼه او ادعا په کلکه رد کړي دي.

د طالبانو  د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کله چې پر دولتي ځواکونو بريدونه زيات شوي، نو بيا دا  ډول بې اساسه ادعاوې خپروي.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنيت له خوا خپره شوې ويډيو جعلي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د کابل ادارې د استخباراتو دغه ډول بې بنسټه او شرموونکې ادعا په کلکه ردوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.