ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ننګرهار د اداري چارو د ارزونې امر کړی

ولسمشر غني د ننګرهار د اداري چارو د ارزونې امر کړی

author avatar
26 Apr 2015 - 16:59
ولسمشر غني د ننګرهار د اداري چارو د ارزونې امر کړی
author avatar
26 Apr 2015 - 16:59

جلال اباد (پژواک، ۶ غويى ۹۴): ولسمشر غني د ننګرهار ولايتي ادارې ته په جلال اباد ښار کې د پوليسو د چاڼيزو عملياتو او د ټولو رياستونو د چارو د  ارزونې امر کړی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر ورته سپارښتنه کړې چې په جلال اباد ښار کې پلټنې سختې کړي او چاڼيز عمليات وکړي.

شېرزاد زياتوي چې ولسمشر ننګرهار ولايت ته په خپل سفر کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په ښار کې د غيرقانوني وسلو، د بې پلېټه موټرو او واسطو مخنيوى وکړي.

امنيه قوماندان وايي: ((موږ له څو ورځو راهيسې په ښار کې د پوليسو ګزمې او پلټنې ډېرې کړي، په يو شمېر سيمو کې عمليات روان دي او تر اوسه مو ډېرې وسلې او بې پلېټه موټر نيولي دي.))

بلخو سرچينې وايي چې ولسمشر غني ننګرهار ته په خپل سفر کې د دغه ولايت سرپرست محمدحنيف ګرديوال ته امر کړی چې د ټولو رياستونو ارزونه وکړي او راپور يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره د غويي په شپږمه په رالېږلې خپرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په لارښوونه د ننګرهار د ستونزو د موندلو په موخه د دغه ولايت د مرستيال په مشرۍ د ټولو دولتي ادارو له رييسانو سره څانګړې غونډه کړې دي.

سرچينه وايي، د غونډې پر مهال ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال وويل چې د ولسمشر سپارښتنه ده څو په ننګرهارکې شته ستونزې په نښه او د حل لارې چارې ورته ولټول شي.

نوموړي د ټولو ادارو له مسوولينو غوښتي څو هغه ټکي په ګوته او ولايت مقام سره شريک کړي چې له مخې يې د لويو پروژو چارې په ټپه ولاړې او يا يې هم کارونه ټکني شوي وي.

په اعلاميه کې راغلي د ولايت مرستيال ويلي، په پام کې لري چې د ننګرهار ولايت د چارو ارزونه وکړي او په اړه يې ولسمشر ته راپور ورکړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي برهان الله پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ښار کې د پوليسو پلټنې ډېر شوې او په هر ځاى کې د تلاشۍ پوستې جوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا ښه خبره ده چې ولسمشر د ننګرهار ادارې ته د چارو د ارزونې امر کړی دی، دلته داسې چارواکي شته چې له کلونو راهيسې پر دندو پاتې دي او کار يې نه دی معلوم.))

د ننګرهار يو مدني فعال او ژورنالېست محمداصف شينواري پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: ((ولسمشر د ننګرهار ولايت مرستيال ته امر کړى چې د هر رييس چې له دوو کلونو ډېر وخت تېر شوی وي، چارې يې و ارزوي او که تاسو يې نه شي کولای چې له مرکزه پلاوی راولېږم.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.