مزارشريف ( پژواکو ٦ غويى ٩٤ ) : په بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو ځينې فعالينې وايي، چې د سولې د عالي شورا په مرکزي کمېسيون او د ولايتونو په کمېټو کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۶مه، د افغان مېرمن شبکې له خوا د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې د زياتوالي په موخه کنفرانس تر سره شو، چې په کې د دغه ولايت د مدني فعالينو تر څنګ دولتي چارواکو هم ونډه اخيستې وه.
د يادې شبکې مسوولې مېرمن عارفه سفار د کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښځو له ونډې پرته د سولې روانه پروسه نېمګړې ده.
نوموړې زياته کړه، چې د سولې پروسې په لړ کې د سولې شورا په مرکزي کمېسيون او د ولايتونو کمېټو په تشکيل کې د مېرمنو ونډه د نشت برابر ده.
د هغې په وينا، د سولې په روانه پروسه کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه ده، تر هغه چې دغه ونډه په پوره توګه عملي شکل غوره نه کړي؛ نو ستونزې به همداسې وي.
مېرمن سفار زياته کړه : ((ښځې د سولې پيغام د نرانو په پرتله په ښه توګه لېږدولی شي، ځکه له وسله والو سره د ښځو، مېړه، ورور، او پلار ځاى ځای تړاو لري او دوی کولی شي چې نظريه يې بدله کړي.))
نوموړې زياته کړه، چې ښځې د نارينوو په پرتله په اسانه د مخالفينو سيمو او کورنو ته د سولې د پيغام او د عامه پوهاوي لپاره تللی شي.
د هغې په وينا، که چېرې دولت د ښځو له شته وړتياوو څخه د سولې په روانه پروسه کې په عملي توګه کار واخلي ، نو لرې نه ده چې په دغه برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري.
د افغان مېرمن شبکې مسوولې مېرمن سفار وويل، چې د سولې د عالي شورا کمېسيون سره يې څو ځلې د ښځو د ونډې په اړه ناستې کړې او هغوی ورته د ګډون وعده هم ورکړې ده ، خو لا عملي شوې نه ده.
د بلخ د ولايتي شورا پخوانۍ وکيلې مېرمن شکېبا شکېب د سولې شورا کمېسيون کې د مېرمنو د ونډې په اړه پژواک ته وويل، چې پرته د ښځو له ونډې هېځ دولتي او غير دولتي تشکيل وړاندې نه شي تللی.
نوموړې زياته کړه، چې د سولې عالي شورا په کمېسيون کې د ښځو ونډه کمه ده او بايد نوی حکومت دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن