ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سولې شورا کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده

په سولې شورا کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده

author avatar
26 Apr 2015 - 17:42
په سولې شورا کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده
author avatar
26 Apr 2015 - 17:42

مزارشريف ( پژواکو ٦ غويى ٩٤ ) : په بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو ځينې فعالينې وايي، چې د سولې د عالي شورا په مرکزي کمېسيون او د ولايتونو په کمېټو کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۶مه، د افغان مېرمن شبکې له خوا د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې د زياتوالي په موخه کنفرانس تر سره شو، چې په کې د دغه ولايت د مدني فعالينو تر څنګ دولتي چارواکو هم ونډه اخيستې  وه.

د يادې شبکې مسوولې مېرمن عارفه سفار د کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښځو له  ونډې پرته د سولې روانه پروسه نېمګړې ده.

نوموړې زياته کړه، چې د سولې پروسې په لړ کې د سولې شورا په مرکزي کمېسيون او د ولايتونو کمېټو په تشکيل کې د مېرمنو ونډه د نشت برابر  ده.

د هغې په وينا، د سولې په روانه پروسه کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه ده، تر هغه چې دغه ونډه په پوره توګه عملي شکل غوره نه کړي؛ نو ستونزې به همداسې وي.

مېرمن سفار زياته کړه : ((ښځې د سولې پيغام د نرانو په پرتله په ښه توګه لېږدولی شي، ځکه    له وسله والو سره د ښځو، مېړه، ورور، او پلار ځاى ځای تړاو لري او دوی کولی شي چې نظريه يې بدله کړي.))

نوموړې زياته کړه، چې ښځې د نارينوو په پرتله په اسانه د مخالفينو سيمو او کورنو ته د سولې د پيغام او د عامه پوهاوي لپاره تللی شي.

د هغې په وينا، که چېرې دولت د ښځو له شته وړتياوو څخه د سولې په روانه پروسه کې په عملي توګه کار واخلي ، نو لرې نه ده چې په دغه برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

د افغان مېرمن شبکې مسوولې مېرمن سفار وويل، چې د سولې د عالي شورا کمېسيون سره يې څو ځلې د ښځو د ونډې په اړه ناستې کړې او هغوی ورته د ګډون وعده هم ورکړې ده ، خو لا عملي شوې نه ده.

د بلخ د ولايتي شورا پخوانۍ وکيلې مېرمن شکېبا شکېب د سولې شورا کمېسيون کې د مېرمنو د ونډې په اړه پژواک ته وويل، چې پرته د ښځو له ونډې هېځ دولتي او غير دولتي تشکيل وړاندې نه شي تللی.

نوموړې زياته کړه، چې د سولې عالي شورا په کمېسيون کې د ښځو ونډه کمه ده او بايد نوی حکومت دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.