ګردېز (پژواک، ٦ غويى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې د ګردېز ښار اړوند د سروړې په سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدو ١٥ کارګر ټپيان کړي دي.
د پکتيا د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کارګران نن سهار په ګردېز ښار په لوېديځه څنډه کې پر کار بوخت وو، چې د هاوان مرمۍ ولګېده .
پکتين زياته کړه چې په ټپيانو کې د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب دى. ددې کسانو له ډلې دوه تنه يې د درملنې لپاره د ملي اردو روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
حياګل وايي ، چې دقيق معلومات نه لري چې هاوان له کوم لوري پر دې ودانۍ توغول شوی دی .
د پېښې يوه ټپي رشيد خان پژواک ته وويل: "لس بجې به وې چې د اشپزخانې په څنګ کې د چاى څښلو لپاره ولاړ وم، اول مې يو اواز واورېد او سملاسي لوى غږ شو او دوړې پورته شوې."
رشيدخان وايي چې له چاودنې سره نور دى په ځان نه دى پوه شوى چې په سيمه کې څه وشول.
د پکتيا حکومتي چارواکي هم پېښه تاييدوي، خو په اړه يې له جزيياتو ورکولو ډډه کوي.
د يادونې ده چې په سيمه کې جوړېدونکې ودانۍ د عامه نظم د پوليسو لپاره جوړېږي او لسګونه کارګر په کې کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن