جلال اباد (پژواک، ٧ غويى ٩٤): په ننګرهار ولايت کې د حزب اسلامي له لوري د ثور د اوومې د غندنې او ثور د اتمې د مجاهدينو د بريا د نمانځنې په وياړ غونډه وشوه.
په دغه ولايت کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د دفتر مشر معلم عبدالحليم د غويي په ٧مه د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن دوى د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانيو يادونه وکړه.
هغه زياته کړه چې ۳۶ کاله مخکې د غويي د اوومې کودتاه وشوه او ډېر افغانان په دغه رژيم کې ووژل شول او کورنۍ بې سرپرسته شوې.
ده زياته کړه: ((موږ دا غونډه ځکه راغوښتې چې غواړو د روسانو ظلمونه او تېري خلکو ته په ډاګه کړو او خپلو نسلونو ته د هغوی د بدو کړنو يادونه وکړو.))
نوموړي زياته کړه، مجاهدينو په خپلو قربانيو سره په اتم د ثور بريا حاصله کړه او هېواد يې له کمونستانو وژغوره.
د يادونې ده، نن د هېواد په نورو سيمو کې د يادې ورځې د غندې په اړه غونډې جوړې شوې او د کمونستي رژيمونو پر ظلمونو رڼا واچول شوه.
د ١٣٥٧ لمريز کال د غويي په ٧مه د وخت کمونست پلوه چارواکو پر ولسمشر سردار داوود خان کودتاه وکړه، هغه يې له کورنۍ سره وواژه او پر واک يې قبضه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن