ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي د غويي اوومه وغندله

حزب اسلامي د غويي اوومه وغندله

author avatar
27 Apr 2015 - 17:33
حزب اسلامي د غويي اوومه وغندله
author avatar
27 Apr 2015 - 17:33

جلال اباد (پژواک، ٧ غويى ٩٤): په ننګرهار ولايت کې د حزب اسلامي له لوري د ثور د اوومې د غندنې او ثور د اتمې د مجاهدينو د بريا د نمانځنې په وياړ غونډه وشوه.

په دغه ولايت کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د دفتر مشر معلم عبدالحليم د غويي په ٧مه د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن دوى د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانيو يادونه وکړه.

هغه زياته کړه چې ۳۶ کاله مخکې د غويي د اوومې کودتاه وشوه او ډېر افغانان په دغه رژيم کې ووژل شول او کورنۍ بې سرپرسته شوې.

ده زياته کړه: ((موږ دا غونډه  ځکه راغوښتې چې غواړو د روسانو ظلمونه او تېري خلکو ته په ډاګه کړو او خپلو نسلونو ته د هغوی د بدو کړنو يادونه وکړو.))

نوموړي زياته کړه،  مجاهدينو په خپلو قربانيو سره په اتم د ثور بريا حاصله کړه او هېواد يې له کمونستانو وژغوره.

د يادونې ده، نن د هېواد په نورو سيمو کې د يادې ورځې د غندې په اړه غونډې جوړې شوې او د کمونستي رژيمونو پر ظلمونو رڼا واچول شوه.

د ١٣٥٧ لمريز کال د غويي په ٧مه د وخت کمونست پلوه چارواکو پر ولسمشر سردار داوود خان کودتاه وکړه، هغه يې له کورنۍ سره وواژه او پر واک يې قبضه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.