ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت ولس ته د ډاډ ورکولو تر څنګ دښمنانو ته ګواښ وکړ

حکومت ولس ته د ډاډ ورکولو تر څنګ دښمنانو ته ګواښ وکړ

author avatar
27 Apr 2015 - 16:06
حکومت ولس ته د ډاډ ورکولو تر څنګ دښمنانو ته ګواښ وکړ
author avatar
27 Apr 2015 - 16:06

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٤): افغان حکومت ولس ته د ډاډ ورکولو تر څنګ دښمن ته ګواښ کوي چې د هېواد امنيتي ځواکونه به په ډېرې مېړانې او وړتيا سره د هر ډول ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د ثور ٧ مه) د ارګ له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، راغلې دي.

 د خبرپاڼې په پيل کې د حج سورې ٣٩ ايت ذکر شوى چې په ژباړه کې يې ويل شوي: "د هغو کسانو لپاره چې جګړه ورباندې تپل شوې، د جهاد اجازه ورکړل شوې، دا چې په دوى باندې ظلم شوى او خداى پاک د هغوى ملاتړ کوي."

په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي، له بدغه مرغه د افغانستان دښمنان د جګړې د دوام په موخه چې د پرديو له لوري د هېواد د ملي ګټو پر ضد پرې تپل شوې، د بې ګناه کسانو لکه ماشومانو، ښځو، عالمانو او سپين ږيرو وژنې ته دوام ورکوي او د دغه هېواد د ماشومانو راتلونکى ګواښي.

په اعلاميه کې زياته شوې، د هېواد دښمنان هڅه کوي چې د فساد او وينو تويولو په توسل سره د افغانستان او نړيوالو تر منځ يوه فاصله رامنځته کړي.

د اعلاميې په متن کې يادونه شوې: "افغان حکومت سوله د خلکو يو هميشنى ارمان بللى او پلي کولو ته يې لومړيتوب ورکوي، خو له هغه ځايه چې د افغانستان دښمنانو دغه نامشروع جګړه زموږ پر ملت تپلې، زموږ مېړني امنيتي ځواکونه به په ټول زور او وړتيا سره د دغه دښمن پر وړاندې د ملي ناموس د ساتنې په موخه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه وکړي."

د افغانستان د اسلامي جموريت په اعلاميه کې راغلي چې ډارن ترهګر هڅه کوي چې د وحشت او تاوتريخوالي په توسل سره زموږ د خلکو په زړونو کې ډار واچوي، خو دا يې هېره کړې چې افغانانو هېڅکله هم زور او تاوتريخوالي ته سر نه دى ټيټ کړى.

افغان حکومت په دې اعلاميه کې يو ځل بيا له عالمانو، خلکو او له مدني ټولنې غوښتي، څو خپل امنيتي ځواکونه له ديني او ملي ناموس څخه د دفاع په سپېڅلې دنده کې يوازې پرې نه ږدي او د اسلام سپېڅلې ديني ارشاداتو ته په کتو د ملي يووالي د ټينګښت او ساتلو لپاره خپله ديني او هېوادنۍ وجيبه ترسره کړي او د دغه انسان وژنې او فساد روانې لړۍ ته د پاى ټکى کېږدي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.