ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست چاودنو کې اووه تنه ټپيان شوي

د خوست چاودنو کې اووه تنه ټپيان شوي

author avatar
27 Apr 2015 - 08:40
د خوست چاودنو کې اووه تنه ټپيان شوي
author avatar
27 Apr 2015 - 08:40

لومړى تعقيب - خوست ښار (پژواک، ٧ غويى ٩٤): د خوست ولايتي شورا دفتر مخې ته نن سهار دوه چاودنې شوې دي.

عيني شاهدان وايي چې دا چاودنې نن (د غويي ٧مه) سهار شاوخوا اته بجې او ١٥ دقيقې شوې دي.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ  پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنو کې درې پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنو کې  اووه تنه ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په ټپيانو کې پنځه پوليس، يو د پوهنتون محصل او يو زده کوونکى شامل دي.

دى وايي چې ټپيان خصوصي روغتونونو ته وړل شوي او ديوه حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې چاودنو کې څلور پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.