ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست واليانو د ناامنۍ کچه لوړه کړى ده

سرپرست واليانو د ناامنۍ کچه لوړه کړى ده

author avatar
27 Apr 2015 - 15:41
سرپرست واليانو د ناامنۍ کچه لوړه کړى ده
author avatar
27 Apr 2015 - 15:41

کابل (پژواک، ٧ غويى٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د سرپرست واليانو پر ځاى دې نور کسان ژر پر دندو وګومارل شي؛ ځکه چې په ولايتونو کې د سرپرستو واليانو شتون د ناامنۍ کچه لوړه کړې ده.

د حکومت چارواکو (ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله) د تلې په اوومه د لوړي مراسم ترسره کړل او بيا يې وزيران، واليان او د خپلواکو ادارو مشران سرپرستان اعلان کړل.

د ملي دفاع وزارت، د افغانستان بانک، لويه څارنوالي، ستره محکمه او د سرې مياشتې تر څنګ له ٣٤ ولايتونو ٢٩ ولايتونه اوس هم د سرپرستانو له خوا اداره کۍږي.

دغه راز په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

په دې اړه نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې بحثونه وشول.

په ياده جرګه کې د فارياب استازي نقيب الله فايق وويل چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې امنيتي حالات د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي چې د نورو عواملو تر څنګ په ولايتونو کې د ناامنيو يو لوى لامل د سرپرست واليانو شتون دى او دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د واليانو او ولسوالانو د ګومارنې په برخه کې د ولسمشر او اجرائيه رييس ترمنځ هوکړه نه ده شوې.

هغه زياته کړه: ((همدا اوس د ډېرو ولايتونو د ډېرو ولسواليو ډېرې برخې له طالبانو سره دي او که حکومت د خلکو امنيت په سمه توګه نه نيسي، بيا نو خلک له طالبانو سره يوځاى کېږي؛ ځکه هغه سيمې چې له طالبانو سره دي، هلته امنيت ډېر ښه دى.))

په ياده جرګه کې د خوست استازى کمال ناصر اصولي هم وايي چې په ولايتونو کې د سرپرست واليانو شتون په هېواد کې د ناامنۍ کچه لوړه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر بايد هر څه ژر واليان معرفي کړي؛ ځکه ډېرى واليانو په فساد کې ککړ دي او فکر کوي چې نور به پر دې څوکۍ پاتې نه شي نو ځکه د خلکو پر ځاى خپل جېب ته کار کوي او د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ ډول پلان نه لري.))

په ولسي جرګه کې د بلخ استازى عبدالرحمن رحماني هم وايي چې د ولايتي چارواکو د سرپرستۍ ستونزې د نا امنۍ کچه لوړه کړې ده.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته زياتوي: ((زه اسناد لرم چې سرپرست واليان په څوکۍ د پاتې لپاره داعش، طالب او نور په زوره دروي تر څو نا امني جوړه کړي، حکومت بايد د دغو واليانو مخه ونيسي او هر څه ژر نور واليان وګوماري.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.