کابل ( پژواک، ٧ غويى ٩٤ ) : ولسمشر اشرف غني ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د درې ورځني رسمي لپاره هند ته روان شو.
له ارګ څخه د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ډيلي ته روان شوى دى.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه درې ورځني رسمي سفر په لړ کې د هند له ولسمشر پراناب مکرجي، لومړي وزير نريندرا مودي، د هند د کانګرېس ګوند له مشرې سونيا ګاندي او د دغه هېواد د بهرنيوچارو، دفاع، سوداګرۍ ، صنايعو او د روغتيا له وزيرانو او د هند د سوداګرۍ او صنايعو د خونې له غړو سره وګوري.
که څه هم د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي، خو هندي رسنيو خبر ورکړى، چې ولسمشر اشرف غني به له هندي چارواکو سره پر نورو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ د استخباراتي معلوماتو او د جرمونو په اړه د معلوماتو د تبادلې پر دوه هوکړه ليکونو هم لاسليکونه وکړي.
دغه راز سرچينې ويلي چې ولسمشر غني ددې سفر پر مهال پر اقتصادي، سوداګريزو، پوهنې، او کرنې په برخو کې هم له هندي چارواکو سره خبرې کوي.
په هندوستان کې د چارو شنونکو ويلي، چې هېواد يې تر سفر مخکې افغانستان ته درې پوځي چورلکو له ورکولو سره د اړيکو د ښه والي اشارې ورکړې دي.
د يادونې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته د چورلکو په ګډون دپوځي وسايلو يو لېست ورکړى و، خو هغه مهال هندوستان ددغو وسايلو له ورکړې انکار کړى و.
د ارګ په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر سره په دې سفر کې د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجنير محمدخان، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز، د سوداګرۍ وزير همايون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير، د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل، د ملي دفاع وزارت لوی درستيز شېر محمدکريمي، د چارو د ادارې لوی رييس عبدالسلام رحيمي، د ولسمشر وياند اجمل عبيد عابدي، يوشمېر افغان سوداګر او د ځينو رسنيو استازي ملګرتيا کوي.
بله خوا په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ځينو کسانو ليکلي چې د ولسمشر په پلاوي کې ٨٧ کسان شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن