ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پېښور کې باراني توپان لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پېښور کې باراني توپان لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
27 Apr 2015 - 10:47
پېښور کې باراني توپان لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
27 Apr 2015 - 10:47

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٤): د پاکستان په  پېښور ښار کې د توپاني باران او ږلۍ له امله ٤٦ تنه مړه او تر ٢٠٠ ډېر ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا توپان، باران او ږلۍ پرون مازديګر د خيبر پښتونخوا ايالت  پېښور ښار او شاوخوا سيمې ځپلې دي.

راپورونه وايي چې له دې امله په ګڼو سيمو کې د خلکو کورونه ويجاړ او چتونه يې لوېدلي او له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور ښار  کمېشنر منير اعظم رسنيو ته ويلي چې د پرون ورځې د توپان له امله، ونې له بېخه وتلې، د برېښنا پايې  غورځېدلې او ډېر زيات مالي زيانونه هم اوښتي دي.

راپورونه وايي چې په دې پېښه کې تر اوسه ٤٦ تنه مړه شوي او تر ٢٠٠ ډېر ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا، د پېښور ښار د واحد ګړۍ په سيمه کې د يوې کورنۍ اته تنه د چت لوېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د پېښور ښار د تر ټولو لوى روغتون (ليډي ريډنګ) مسوولينو ويلي چې ډېرى ټپيان ښځې او ماشومان دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې تر اوسه ٥٩ ملي متره باران ثبت شوى   او په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې د نور باران وړاندوينه هم شوې ده.

په پېښور ښار کې مېشت يو افغان کډوال عزيزالله پژواک خبري اژانس ته د ټيلېفون په ليکه وويل چې د پېښور په تاريخ کې تر ټولو زيات باران او توپان شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه ښار کې مېشت يو شمېر افغان کډوال هم ځپل شوي، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.