کلات (پژواک، ٧ غويى ٩٤): په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ٦ غړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند ګل اسلام سيال د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته د شينکۍ ولسوالۍ د ورګچ په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په يوه کور کې د چاودنې له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ٦ کسان وژل شوي او کور هم زيانمن شوى دى.
خو يوې بلې سرچينې بيا وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د عبدالحق په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په ياد کور کې ماينونه ايښي وو چې چاودنه يې کړې ده.
د والي وياند دغه راز وويل چې پرون په شهر صفا ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس ژوبل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن