ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې ٢ تنه مړه ٢٠ ژوبل شوي

ترافيکي پېښه کې ٢ تنه مړه ٢٠ ژوبل شوي

author avatar
28 Apr 2015 - 11:38
ترافيکي پېښه کې ٢ تنه مړه ٢٠ ژوبل شوي
author avatar
28 Apr 2015 - 11:38

فراه ښار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د فراه – کابل پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله ٢ تنه مړه او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار د غويي په ٨مه، پژواک خًبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا پنځو بجو د بالابلوک ولسوالۍ په پیر دنبال بابا سیمه  کې را منځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له فراه ولايت څخه کابل ته روان، د ميرويس نيکه مسافربرۍ شرکت يو ٣٠٣ موټر  له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ١٤ نور ژوبل شوي دي.

خو د فراه د ملکي روغتون امر ډاکتر  عبدالحکيم رسولي پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته ٢ مړي او ٢٠ ژوبل کسان روړل شوي دي.

د هغه په وينا، دواړه وژل شوي کسان ماشومان دي او په ژوبلو کسانو کې څلور ښځې دي چې د يوې  روغتيايي حالت داندېښنې وړ ښودل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.