ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمه کشف شوې

خوست کې د وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمه کشف شوې

author avatar
28 Apr 2015 - 15:51
خوست کې د وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمه کشف شوې
author avatar
28 Apr 2015 - 15:51

خوست ښار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د خوست ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو په يو لړ پلټونکو عملياتو کې د چاودېدونکو توکو او وسلو يوه زېرمه موندلې او ضبط کړې ده.

د يادو ځواکونو د قطعې قوماندان حبيب الله افشار د غويي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زېرمه يې د خوست مرکز اړوند ختيځ ته د کونډيو د صحرا په کلي کې د ځينو کشفي راپورونو پربنسټ د دوی لاسته ورغلې.

هغه د يادو پلټونکو عملياتو په ځای کې وويل، چې دغه زېرمه د ياد کلي په منځ کې د خځلو تر يوه ډيران لاندې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوې وه.

قوماندان افشار زياته کړه، په دغه زېرمه کې چاودېدونکي توکي، د ځانمرګو بريدونو په واسکټونو کې کارېدونکي وسايل، تبليغاتي مجلې او د ځينو نورو تخريبي فعاليتونو وسايل او مهمات شامل دي.

هغه وويل، چې د عملياتو پرمهال هيڅ ډول مقاومت نه دی شوی او نه يې چا ته زيان رسولی.

سرچينې زياته کړه، چې د ترلاسه  شويو  چاودېدونکو  توکو او نورو وسايلو  په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د حکومت کومې وسله والې مخالې ډلې په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.