کندهار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : په کندهار کې د کوکنارو اړولو د کمپاين په ترڅ کې پر ٢٠٨٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول، په داسې حال کې چې په دې ولايت کې پر شاوخوا ٣٠ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.
په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې يې د کوکنارو اړولو کمپاين د ١٣٩٣ لمريز کال د کب مياشتې په ٦مه نېټه پيل کړى و چې څو ورځې مخکې پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، د کوکنارو اړولو د کمپاين په دوه مياشتنۍ موده کې يې په ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې پر ٢٠٨٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه يووړل، خو اړوند وزارت ورته ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه هدف ورکړى و چې له کوکنارو به يې پاکوي.
دى وايي، دا چې اړوند وزارت د کوکنارو اړولو لپاره کم امکانات او سايط ورکړي وو، نو هغوى و نه توانېدل چې ټاکلى هدف پوره کړي.
د ده په خبره، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې پر شاوخوا ٣٠ زره هکتاره ځمکه يې کوکنار کرل شوي وو.
نوموړي وويل، هغوى يوازې په څلورو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو کمپاين ترسره کړ، په داسې حال کې چې شاوليکوټ ولسوالي له دې بهيره پاتې شوه.
شکران زياته کړه، له يوې خوا امکانات او وسايط کم وو او له بلې خوا د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو وخت را ورسېد، نو ځکه يادې شوې ولسوالۍ ته کمپاين و نه غځېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن