ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت پر يوه موټر چاودنې يو تن ټپي کړ

د کورنيو چارو وزارت پر يوه موټر چاودنې يو تن ټپي کړ

author avatar
28 Apr 2015 - 14:04
د کورنيو چارو وزارت پر يوه موټر چاودنې يو تن ټپي کړ
author avatar
28 Apr 2015 - 14:04

کابل ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) :  د کورنيو چارو وزارت پر يوه موتر د چاودنې له امله يو تن ټپي شوى دى.

د مقناطيسي ماين دا چاودنه د غويي په ٨مه،  تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د کابل ښار د دارالامان پر لاره،  د حبيبيې  لېسې مخې ته شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د کورنيو چارو وزارت اړونده ديوه سلاکار پر موټر شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنه کې د ياد سپين رنګه ډاټسن موټر چلوونکى ژوبل شوى دى، خو بل چاته زيان نه دى  اوښتى.

د جاوېد په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ټيکسي هم زيانمن شوى دى.

ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.