ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني کرکټ بورډ لپاره د بورډ نوي غړي وټاکل

ولسمشر غني کرکټ بورډ لپاره د بورډ نوي غړي وټاکل

author avatar
28 Apr 2015 - 09:37
ولسمشر غني کرکټ بورډ لپاره د بورډ نوي غړي وټاکل
author avatar
28 Apr 2015 - 09:37

کابل ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ بورډ کې د چارو غوره همغږۍ  او د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت ودې لپاره د يوه ځانګړي حکم له مخې د کرکټ بورډ ادارې ته د بورډ نوي غړي معرفي کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوي بورډ په لست کې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى، د ښارجوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري او د ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي شامل دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نوي نهه کسيز بورډ کې د چارو ادارې اړيکو او عامه پوهاوي رياست مرستيال فریدون الهام، دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزى، ملي سوداګر سيد سلمان سادات او ددنيا خصوصي پوهنتون رييس احمد شاه سنګدل شامل دي.

سرچينې ويلي، د بورډ نوي غړي به د کرکټ بورډ خپلواکۍ ته په کتنې سره د ټاکل شويو قوانينو، مقررو او د کرکټ نړيوالې شورا معيارونو پر بنسټ او د نويو او ګټورو پاليسيو له جوړولو سره به د کرکټ په وده کې خپل رول لوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د بورډ لپاره د نويو غړو ټاکنه د پرمختګ په لور نوی ګام وباله.

هغه پژواک اژانس ته وويل  " زه باور لرم چې د بورډ د غړو د فعاليت له پيل سره سم به د کرکټ بورډ په اداره کې د شفافيت لړۍ پیاوړې او د ځواب ورکونې سيستم به د کرکټ نړيوالې شورا له قوانينو سره سم نور هم فعاله شي".

هغه ويلي چې له دې وروسته به د بورډ غړي په دوامداره توګه خپلې غونډې جوړوي او د کرکټ بورډ د ادارې په لا پياوړتيا کې ددغې ادارې له چارواکو سره په ګډه هلې ځلې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزی د بورډ لپاره د نويو غړو ټاکل د کرکټ نړيوالې شورا له قوانينو سره سم د دغې ادارې استقلاليت په پياوړتيا کې يو رغنده ګام بولي.

 ستانکزی وايي چې، د کرکټ بورډ اداره بايد د کرکټ نړيوالې شورا له قوانينو سره سم د بورډ فعال غړي ولري تر څو د کلنيو غونډو او متواترې همغږۍ په پايله کې ددغې ادارې استقلاليت ساتنې او د کليدي چارو په سمبالښت کې د پام وړ هلې ځلې ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.