ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د وسله والو مخالفینو يو قوماندان له ۲۷ ملګرو سره ووژل شو

په کندوز کې د وسله والو مخالفینو يو قوماندان له ۲۷ ملګرو سره ووژل شو

author avatar
28 Apr 2015 - 11:25
په کندوز کې د وسله والو مخالفینو يو قوماندان له ۲۷ ملګرو سره ووژل شو
author avatar
28 Apr 2015 - 11:25

کابل، کندوزښار(پژواک، ٨ غویی٩٤): د کورنیو چارو وزارت وایې چې د کندوز ولایت د بریدونو یو طرحه کوونکى له خپلو ۲۷ تنو ملګرو سره وژل شوى دى.

په هغه خبر پاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غویې په اتمه نېټه، پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي دي چې داعمليات تېره شپه په امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې ددې عملیاتو په پایله کې د ملا مصطفی په نامه د وسله والو مخالفینو یو مشهور قوماندان، له خپلو ۲۷ تنو ملګرو سره وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې ملا مصطفی د کندوز په ولایت کې د وروستیو نا امنیو او ترهګرو بریدونو یو اصلي طراح شمېرل کېده چې د هېواد د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و.

د هېواد کورنیو چارو وزارت پدې اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې ترهګر او د افغانستان د خلکو دښمنان، هرچېرته چې وي، سرکوب او له منځه وړل کېږي.

د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني، ددې کسانو وژل کېدل تایید کړل او زیاته یې کړه چې د وسله والو مخالفینو وژل شوى قوماندان ملا مصطفی چې په شهادت مشهور و، بهرنی وګړی و.

وسله والو مخالفینو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

د کندوز ولایت امنیتي وضعیت له تېرو څو ورځو راپدېخواه، خراب شوی او وسله والو مخالفینو د کندوز ښار اړوند د ګور تېپې په سیمه کې څو کلي نیولي دي.

خو د کندوز والي محمد عمر صافي وویل چې د دولت مخالفین د کندوز ولایت په اوه کیلومترۍ کې دي او د امنیتي ځواکونو هیڅ سرتیرۍ د ګور تېپې په سیمه کې د دولت د مخالفینو له خوا ژوندی ندی نیول شوی.

نوموړي زیاته کړه چې د سیمه ییزو پولسیو سرتېرو ددې سیمې له څلور کیلومترۍ څخه په شاتګ وکړ او دلیل  یې هم د سیمه ییزو پولیسو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی و.

هغه وايي، چې دم ګړی د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي او ددې وزارت د عامه نظم او امن رییس زمری پیکان،  د مخالفینو له وجود څخه د سیمي د پاکولو لپاره د عملیاتو د په لار اچونې په موخه، دې ولایت ته رسېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.