قلعه نو( پژواک،٩ غويى ٩٣): د بادغيس د مرکز اړوند په "سبزک کوتل" کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې ٣ پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور لادرکه دي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدقيوم انګار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې په ياده سيمه کې د ملي پوليسو پر يوه پوسته د وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال رامنځته شوې ده.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر بهاءالدين نن له غرمې مخکې پژواک ته ويلي و چې په سبزک کوتل کې د پوليسو يوه پوسته وسله والو مخالفينو نيولې ده.
وسله والو طالبانو هم ويلي چې په ياده سيمه کې يې يوه پوسته نيولې ده. هغوى وايي چې په دې بريد کې يې شپږ پوليس وژلي او يو يې ژوندى نيولى دى.
د هغوى په وينا،په دې پوسته کې يې څلور کلاشينکوفونه، يوه تومانچه او يوه اندازه مهمات هم تر لاسه کړي او د پوليسو دوه رېنجر موټر يې سوځولي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر هم مني چې وسله وال مخالفين يادې پوستې ته ننوتي وو، خو زياتوي چې دغه پوسته تر شاوخوا لسو دقيقو وروسته بېرته امنيتي ځواکونو ونيوله.
هغه چې نن غرمه مهال يې خبرې کولې وويل چې اوس دغه پوسته د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده او په سيمه کې نښته هم نشته.
دى وايي چې وسله والو مخالفينو هلته يو رېنجر موټر سوځولى ، وسلې او مهمات يې نه دي تر لاسه کړي.
د هېواد لوېديځ ته په پروت دغه ولايت کې له څو ورځو راهيسې د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن