لښکرګاه (پژواک، ۹ غويى ۹۴): وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې يوتن د خپلې مېرمنې د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړى دى.
دا پېښه پرون د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نادعلي ولسوال فتح الله خان د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو ياد تن تر خپل واک لاندې په نري مانده سيمه کې وژلى دى.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د قاتل د وژلو لپاره د سيمې اوسېدونکي راټول کړي وو او بيا يې د هغه د خسر په وسيله پر ډزو وژلى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمدصديق پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د يوې مېلې پر مهال چې سلګونه کسان ورته راټول شوي وو، ياد تن قصاص کړ.
د نوموړي په وينا، تر قصاص مخکې د طالبانو مشرانو او د هغوى قاضيانو خبرې وکړې او وروسته يې قاتل پر ډزو وواژه.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي هم مني چې د عبدالله په نوم يوتن په نادعلي ولسوالۍ کې قصاص شوى دى.
هغه وايي چې نوموړي يوه مياشتې مخکې خپله مېرمن په قصدي توګه وژلې وه او د دوى د محکمې له خوا پرې د قصاص حکم صادر شوى و.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان شرعي قانون سم پلى کوي خو دولتي چارواکي بيا د پيسو په بدل کې مجرمين خوشي کوي.
د يادولو ده، وسله والو طالبانو دوه اوونۍ مخکې دوه تنه په همدې سيمه کې او دوه نور په کجکي ولسوالۍ کې د تښتونې په تور اعدام کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن