ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې اته کلي له وسله والو پاک شول

فارياب کې اته کلي له وسله والو پاک شول

author avatar
29 Apr 2015 - 17:41
فارياب کې اته کلي له وسله والو پاک شول
author avatar
29 Apr 2015 - 17:41

ميمنه (پژواک ٩ غويى ٩٤): د فارياب امنيتي چارواکو، له وسله والو مخالفينو څخه د ٨ کليو د بېرته نيولو او د قيصار-غورماچ د لويې لارې د خلاصېدو خبر ورکړى دى.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په هغو عملياتو کې چې د ملي اردو او پوليسو له لوري د هوايي ځواک په ملاتړ چې له پرون ورځې راهيسې پيل شوي، په ترڅ کې يې ٨ کلي د وسله والو له شتون پاک شوي، دغه راز ٨ وسله وال په کې وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال شيرين شاه کوهبندي وويل، چې د "خنجر ٢٨" په نوم د يادو عملياتو په ترڅ کې د "دو آبى، کنجک، چهارشنبې، باشلمست، بلندغور، کته ولنګ او د افغانيه او اوزبکيه کاکړو" کلي چې پخوا د طالبانو تر ولکې لاندې وو، پاک او سيمه ييزو پوليسو ته وسپارل شول.

کوهبندي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، چې دغه عمليات د ځمکنيو او هوايي ځواکونو په ګډه همکارۍ تر سره شوي او د قيصار د ټولو کليو تر پاکولو پورې به دوام وکړي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو او خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

 د سيمې يوه قومي مشر چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، کله چې هوايي عمليات تر سره شول نو طالبانو ان خپل اصلي پټنځايونه هم چې په خواجه کنتي او شاخ چې دوه مهم او عايداتي بازارونه بلل کېږي، پرېښودل، خو دا چې ځمکنيو ځواکونو دوى تعقيب نه کړل اوس بيا راګرځېدلي دي.

نوموړي هوايي عمليات د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره يوه ښه لاره وبلله او زياته يې کړه، چې د قيصار خلکو ان له تېرو دوه کلونو راهيسې د دا ډول عملياتو غوښته کړې، خو دولتي چارواکو په دې اړه ګام نه دى پورته کړى.

د سيمې دغه مخور د ياد ولايت له امنيتي چارواکو وغوښتل چې په يادو سيمو کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړي، څو د وسلوالو د بيا راګرځېدو مخه ونيول شيي.

طالبانو تر اوسه پورې د يادو کليو له لاسه ورکولو او د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو پرون يې ادعا کړې وه، چې د قيصار په کارېز او چهلګزي سيمو کې د عزم په نوم د څلور ورځنيو عملياتو په ترڅ کې يې چې تر پرون مازديګر پورې يې دوام درلود، لس دولتي سرتېري وژلي او دغه راز يې څلور پوستې نيولې او د عبدالله په نوم يو قوماندان له خپلو ١٦ کسانو سره له دوى سره يو ځاى شوى دى.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.