ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چک کې د يوه  سړک جوړولو کار پيل شو

په چک کې د يوه سړک جوړولو کار پيل شو

author avatar
29 Apr 2015 - 14:11
په چک کې د يوه  سړک جوړولو کار پيل شو
author avatar
29 Apr 2015 - 14:11

ميدانښار (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د ميدان وردګو ولايت په چک او مرکزي بهسودو ولسواليو کې د ځينو سړکونو په جوړېدو سره به د يادو سيمو خلکو ته د تګ راتګ  اسانتياوې رامنځته شي.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چک ولسوالۍ د سپينې خاورې له کلي څخه تر خړيانو کلي پورې د ۶،۱ کيلومتر سړک د جغل اچونې چارې نن پيل شوې.

هغه زياته کړه چې پر دغه سړک د کليو پراختيا وزارت له خوا  ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په دريو مياشتو کې بشپړې شي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د ۲،۱ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۳۲ کيلومتره سړک د بيا ترميم چارې بشپړې شوې دي .

دغه سړک چې ۱۶ کيلومتره يې د يادې ولسوالۍ له راقولک څخه تر قره قول سيمې پورې او ۱۶ کيلومتره نور د چورم څخه تر کټه سنګ سيمې پورې دی.

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي په کليوالي سيمو کې د سړکونو جوړول يوه مهمه اړتيا وبلله او زياته يې کړه، د دغو چارو په بشپړېدو سره به ولسونه وکولای شي چې د موټرو په وسيله خپل ټول اړين کارونه په لږ وخت کې ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.