کندهار (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): د کندهار چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په دامان ولسوالۍ کې پوليسو يو ځانمرګى بريدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کې سپور و، موخې ته له رسېدو مخکې وژلى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک ته وويل، کله چې ځانمرګي د پوليسو اشارې ته پاملرنه ونه کړه نو دوى يې پر موټر ډزې وکړې چې ورسره چاودنه وشوه.
هغه وويل چې پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې او ١٥ دقيقې د دامان ولسوالۍ د ارغستان پول په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د خپلواک د معلوماتو له مخې چې په چاودنه کې ځانمرګى وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.
د ولايت وياند وايي، پوليسو په سيمه کې د موټرو تلاشي کوله او ځانمرګى يې له لرې وپېژاند.
د چاودنې سيمه د کندهار ښار په شاوخوا اته کيلومترۍ کې پرته ده.
د احمدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، په خپل پلورنځي کې و چې ناڅاپه درنه چاودنه رامنځته شوه.
احمدالله هم وويل چې چاودنې يو پوليس ټپي کړى او نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن