ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر په کانفرانس کې دافغان دولت او طالبانو پلاوي ګډون کوي

د قطر په کانفرانس کې دافغان دولت او طالبانو پلاوي ګډون کوي

author avatar
1 May 2015 - 21:53
د قطر په کانفرانس کې دافغان دولت او طالبانو پلاوي ګډون کوي
author avatar
1 May 2015 - 21:53

کابل ( پژواک، ۱۱ غویی ۹۴) : د وسلوالو طالبانو د یوه پلاوي په ګډون د شنبې په ورځ په قطر کې دافغانستان د سولې په اړه یو څیړنیز کانفرانس جوړیږي.

په دې کانفرانس کې د طالبانو د اته کسیز پلاوي په ګډون دافغانستان دسولې د عالي شورا پلاوی، دملي شورا یو شمیر غړي او د سیاسي ګوندونو استازي ګډون کوي.

ددې کانفرانس یوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غویي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، دا کانفرانس د پګواش په نامه دیوې نړیوالې څیړنیزې ادارې لخوا په لاره اچول کیږي.

سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې وه، چې دا کانفرانس په ترکیه کې جوړ شي،  خو د ځینو ستونزو سره له امله لومړی دا کانفرانس څو ورځې وځنډید او اوس د شنبې په  ورځ د غویي په ۱۲مه، نیټه په قطر کې جوړیږي.

د کانفرانس دغه ګډونوال وایي چې په دې کانفرانس کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ، د یو شمیر سیاسي ګوندونو استازو او د پارلمان غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې د ه.

سرچینه وایي، ددې کانفرانس په ګډونوالو کې، د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په استازیتوب قاضي حکیم هم ګډون کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د کانفرانس په نورو ګډونوالو کې قطب الدین هلال، سید اسحاق ګیلاني، حاجي روح الله، فاروق اعظم، یونس قانوني، فیض الله ذکی، کریم خلیلي، قاضي امین وقاد ، معصوم ستانکزی او یو شمیر نور کسان شامل دي.

بلخوا د وسلوالو لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددوی اته کسیز پلاوی په یاد کانفرانس کې ګډون کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه دوه  ورځنی کانفرانس د شنبې په ورځ د غویي په ۱۲مه، په قطر کې جوړیږي.

سرچینې زیاته کړې، دغه څېړنیز کنفرانس د پګواش په نامه نړیوالې موسسې له خوا ترتیب شوی، چې له مختلفو هېوادونو څخه مختلف اشخاص ګډون پکې کوي، نوموړې موسسه یوه نړیواله بې پرې موسسه ده، مرکز یې په کاناډا کې دی، په لندن، سویس او ځینو نورو هېوادونو کې هم څانګې لري، نوموړې موسسه وخت په وخت د نړیوالو کړکیچونو په اړه په مختلفو ځایونو کې کنفرانسونه جوړوي او له هر ځای څخه د نظر خاوندان ورته راغواړي.

هغه زیاته کړې، په دې کنفرانس کې هر ګډون کوونکی په شخصي ډول ګډون کوي، هېڅوک د کوم جهت یا حکومت په استازیتوب ګډون نه کوي. دا چې دا یو څېړنیز کنفرانس دی هر ګډون کوونکی د مختلفو موضوعاتو په اړه خپل خپل نظر څرګندوني.

مجاهد ویلي : (( طالبان هم د تېر په څېر، لکه د جاپان او فرانسې په کنفرانسونو کې چې ګډون کړی و، په دې کنفرانس کې هم د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی په همغه ډول ګډون کوي، تر څو د خپل ولس د مظلومیت داعیه او د اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظر په خپله د نړیوالو تر غوږونو ورسوي، په دې اړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره یوه بیانیه هم ترتیب شوې چې له درنو لوستونکو سره به په خپل وخت شریکه کړل شي. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.