ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په دُراب مارکېټ کې لګېدلي اور  هټۍ والو ته مالي زيانونه واړول

د کابل ښار په دُراب مارکېټ کې لګېدلي اور هټۍ والو ته مالي زيانونه واړول

author avatar
1 May 2015 - 12:15
د کابل ښار په دُراب مارکېټ کې لګېدلي اور  هټۍ والو ته مالي زيانونه واړول
author avatar
1 May 2015 - 12:15

 کابل (پژواک،١١غويى ٩٤): د کابل ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د وچې ميوې په دُراب مارکېټ کې لګېدلى اور له دوو ساعتونو وروسته مړ، خو ځينې هټۍ والو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

دغه اور لګېدنه نن سهار لس نيمي بجې د کابل ښار د وچې ميوې منډوي په ياد مارکېت کې رامنځته، چې نږدې دوولس نيمې بجې د کابل د اطفايې له لوري مړ شو.

د دُراب مارکېټ يوه هټۍ وال حاجي محمد فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مارکېټ کې شاوخوا  ٣٠ هټۍ دي، چې په  اتو کې يې اور لګېدلى و.

هغه زياته کړه : ((په دې سراى کې زياتره د نورو دوکاندارانو ګدامونه دي چې د وچې ميوې ترڅنګ ، غوړي، بوره او نور شيان په کې ايښودل شوي دي.))

فاروق د مالي زيانونو په اړه وويل : ((تر اوسه خو نه ده معلومه خو په سونو زره افغانۍ دوکاندرانو ته تاوان رسېدلى دى.))

د ياد شوي مارکېټ بل هټۍ وال احمد جاويد وايي چې د اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دى څرګند او په دې مارکېټ کې د اور وژنې وسايلو هم نه و موجود.

هغه زياته کړه : ((اور دوکاندارانو ته ډير سخت مالي زيانونه اړولي ، زه له دولت نه غوښتنه کوم چې موږ سره مرسته وکړي ځکه که مرسته ونه کړي ډيرى دوکانداران نه شي کولى چې بېرته خپل کار و بار ته ادامه ورکړي.))

په ياده سيمه کې د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال او  د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس، د لومړۍ امنيتي حوزې امر او د کابل د اطفايي چارواکو له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.  

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.