ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف: مجاهدين دې يوازې د وسيلې په توګه نه کارېږي

سياف: مجاهدين دې يوازې د وسيلې په توګه نه کارېږي

author avatar
2 May 2015 - 16:22
سياف: مجاهدين دې يوازې د وسيلې په توګه نه کارېږي
author avatar
2 May 2015 - 16:22

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٤): جهادي مشر عبدرب الرسول سياف وايي چې د نظام د وېشلو او کمزوري کولو پلوي نه کوي، خو له مجاهد څخه يوازې په جګړه کې بايد د يوې وسيلې په توګه ګټه پورته نه شي او مجاهدين بايد د کار په متن کې موجود وي.

نوموړي چې په ارګ کې نن د غويي مياشتې د اتمې نېټې (د افغانانو د جهاد د برياليتوب ٢٣ مه کاليزه) په مراسمو کې خبرې کولې وويل چې د ملت عزت، مېړانه، دريځ او دروندوالى په اسلام او جهاد کې دى او هره کارنامه چې دغه ملت ثبت کړې، د اسلام او جهاد په غېږ کې يې ثبت کړې نو د مجاهد او جهاد قدر بايد وشي.

سياف په دې غونډه کې چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو، پخواني جهادي مشرانو، قومي مشرانو،  د ولسي جرګې غړو او عالمانو په کې ګډون درلود، زياته کړه: " کله چې زه مجاهد وايم، موخه مې يوازې هغه کسان نه دي چې وسله يې پورته کړې او په سنګر کې ناست او د دښمن پر وړاندې جنګېدلي دي، دغه ملت په ټوليزه توګه مجاهد دى، خو هغه کسان چې دين تخريبوي او د نورو په خدمت کې لګيا دي، دوى په دغه ډله کې نه راځي."

ياد جهادي مشر زياته کړه چې د مجاهد ځپل د دين ځپل دي او څوک چې مجاهد تخريبوي نو د دغه هېواد د مېړانې تاريخ، حيثيت، عزت او او د ملت ابرو تخريبوي.

هغه د دې خبرې په يادولو سره چې مجاهد ځپونکى د هېواد دښمن دى، د حکومت له مشرانو وغوښتل څو هغو کوچنيو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د جهاد او مجاهدينو د پښو وهلو او په حقيقت کې د دغه ملت او اسلام د ځپلو په فکر کې دي.

سياف زياته کړه چې مجاهدين غاصبين نه دي، مجاهدينو خپل  هېواد چې دوه ځلې د پرديو له لوري غصب شوى و، ازاد کړى دى.

نوموړي زياته کړه: "يو وخت نړۍ هم ويل چې مجاهدين ترهګر دي، خو اوس نړۍ پر دې پوه شوې چې دهشت او وحشت څه دي، مجاهدينو له ځان سره د شفقت پيغام راوړى او نن هم همدا مجاهد دى چې د دهشت او وحشت، داعش او القاعده پر وړاندې ولاړ دى."

دغه جهادي مشر زياته کړه چې مجاهدينو افغانستان ژغورلى او په راتلونکي کې به هم له خپل هېواده دفاع وکړي، تاريخ هم ثابته کړې او په کوم هېواد کې چې کله کورنۍ جګړه په ځانګړي ډول د بهرنيانو په لمسون پيلېږي نو هغه لورى ګټونکى دى چې له ځان سره د ملت ملاتړ لري.

هغه وويل: "زما وړانديز دا دى چې دغه ملت بايد له ځان سره ودروو، دغه ملت مجاهد ملت دى، دولت او نظام له ملت پرته په يوازې سر د موجودو ننګونو پر وړاندې نه شي درېدلى، دغه ملت دې، که په هر ډول کولى شى، له ځان سره ودروي او همدا د خلکو درول د برياليتوب ضامن دي او راتلونکې ورځې به وښيي چې په دغه ميدان کې څوک درېږي او دغه هېواد څوک ساتي.

خو سياف پر دې ټينګار وکړ چې له مجاهد څخه په جګړه کې يوازې بايد د يوې وسيلې په توګه کار وانه خيستل شي، مجاهد د کار په متن کې بايد موجود وي، مجاهد بايد په دغه هېواد کې د محور په توګه دنده ترسره او خپل مسووليت ادا کړي.

دغه قومي مشر زياته کړه: " مجاهد جګړه هم کولى شي، دښمن هم وهلى شي، ملک هم ابادولى شي او د جهاد له لاسته راوړنو او له هغو لاسته راوړنو چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په خپله د افغانانو له لوري تر سره شوې هم ملاتړ کولى شي."

هغه زياته کړه: "دغه نظام موږ خپل نظام بولو، دغه نظام د مجاهدينو په وينو ولاړ دى، موږ د دغه نظام د وېشلو او کمزورتيا پلويان نه يو او غواړو چې حکومت دغه ملت په خپله غېږه کې واخلي، په عمل کې د مجاهدينو درناوى وشي او لکه څرنګه چې ولسمشر ويلي چې د جومات او ارګ تر منځ واټن له منځه وړم، زموږ غوښتنه ده چې په دې خبره باندې عمل هم وکړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.