ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزيز الله واصفي مړ شو

عزيز الله واصفي مړ شو

author avatar
2 May 2015 - 19:33
عزيز الله واصفي مړ شو
author avatar
2 May 2015 - 19:33

کندهار (پژواک ١٢ غويى ٩٤): د هېواد مشهور سياستوال عزيزالله واصفي، نن د غويي په ١٢مه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کندهار ښار کې وفات شو.

د عزيزالله واصفي مشر زوى عزت الله واصفي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې همدا نن غرمه ١٢:٣٠ بجې د امريکا له متحده ايالاتو څخه خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته را رسېدلى و.

دى وايي، عزيزالله واصفي له ډېره وخته د زړه ناروغي لرله او دا مهال شاوخوا ٨٨ کلن و.

هغه زياته کړه، تر غرمې وروسته د ٤ بجو په شاوخوا کې د هغه ناروغي زياته شوې وه، چې د درملنې په موخه د کندهار ښار مومند روغتون وړل شوى او هملته يې ساه ورکړه.

د کندهار د ولايتي شورا غړي او قومي مشر حاجي اغا لالي دستګيري- چې له عزيز الله واصفي سره نږدې پاتې شوى- پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغه جنازه د هغوى په کور کې ده او ټاکل شوې ده، چې سبا تر غرمې وروسته په ځانګړو مراسمو په خرقه مطهره کې خاورو ته وسپارل شي.

نوموړي د عزيزالله واصفي د ژوند او شخصيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د هغوى کورنۍ کلونه وړاندې له معروف ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلې، چې پلار او نيکونه يې هم د خپل وخت مشهورې څېرې وې.

ده وويل: ((عزيز الله واصفي د ظاهرشاه په زمانه کې د كندهار د خلكو له خوا د ولسي جرګې استاز ی و. په ۱۹۷۵ زېږديز كال کې د سردار داوود خان د حکومت د كرنې د وزير په توګه وګمارل شو. په ۱۹۷۷ زېږديز کال کې د سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال د لويې جرګې د رييس په توګه وټاكل شو او تر هغه وروسته په هېواد کې د هغه مهال د روانو پېښو او ستونزو د حل په نيت د روم جوړښت مهم غړی شو او ورسره سم د ظاهر شاه سلاكار هم غوره شو.))

ليکوال او ژورناليست عبدالنافع همت هم وايي، چې عزيزالله واصفي د ادبياتو په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې او د ظاهر شاه او سرداد محمد داوود خان د واکمنيو پر مهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

همت، پژواک اژانس ته وويل چې واصفي په هېواد کې تر غويي کودتا وروسته د جګړو له پيلېدو سره سم څه موده بندي شوى هم و او بيا وروسته پاکستان ته کډوال شو او هملته يې هم د هېواد د ملي ګټو د ساتلو په موخه خپله مبارزه روانه وساتله.

دى زياتوي، په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر نړېدو وروسته، واصفي د بن په کنفرانس کې هم مهم موقف درلود، خو چارواکو ته له مشورې ورکولو پرته يې په دولتي اداره کې نه برخه وغوښته او نه يې کار وکړ.

هغه واصفي يو ملتپال سياستوال او روڼ اندى وګاڼه، چې مړينه يې لويه ضايعه ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.