ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نا امنيو مخه نيول شوې

ننګرهار کې د نا امنيو مخه نيول شوې

author avatar
2 May 2015 - 15:01
ننګرهار کې د نا امنيو مخه نيول شوې
author avatar
2 May 2015 - 15:01

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غويى ۹۴): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې په پيل شوو عملياتو کې يې د دوو ماين خښوونکو په ګډون شپږ تورن کسان نيولي او د لسو چاودنو مخنيوی يې کړی دی.

د ولسمشر غني په سپارښتنه په جلال اباد ښار او ورڅېرمه سيمو کې د ګډو ځواکونو دا عمليات د غويي په ۴مه پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

ولسمشر د غويي په ۳مه ننګرهار ته د سفر پر مهال امنيتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د غير مسوولو وسله والو او ممکنه پېښو د مخنيوي لپاره دې چاڼيز عمليات پيل کړي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال د غويي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يې نن شپږ تورن کسان نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((په نيول شوو کې دوه ماين خښوونکي، دوه کسان له وسله والو سره د همکارۍ، يو د نشه يي توکو د قاچاق په تور او يو بل شمکن بهرنی نيول شوي دي.))

د مشريقوال په وينا، شمکن بهرنی د کوټ په ولسوالۍ کې نيول شوى او پاتې نور پنځه تورن کسان په جلال اباد ښار کې نيول شوي، خو هغه د نيول شوي بهرني هويت ونه ښود.

بلخوا د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژنس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د ننګرهار په ولايت کې د لسو بمي چاودنو مخنيوی کړی دی.

د هاتفي په خبره، دا بمونه يې په جلال اباد ښار او ورڅېرمه سيمو کې د پيل شوو عملياتو پر مهال کشف او له منځه وړي دي.

نوموړي وويل: ((په نيول شوو بمونو کې دوه يې د ننګرهار پوهنتون ته څېرمه ځای پر ځای شوي وو چې امنيتي سرتېرو تر چاودنې مخکې کشف او شنډ کړل.))

هاتفي زياتوي چې پاتې نور ماينونه ښار ته په ورڅېرمه ولسواليو او سيمو کې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د امنيتي سرتېرو د دغو لاسته راوړنو هرکلی کوي، خو وايي چې پوليسو بايد په ښار کې پيل کړې پلټنې لا پسې سختې کړې دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی ضياءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې ننګرهار ته د ولسمشر تر سفر وروسته د پوليسو پلټنې سختې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.