قلعه نو (پژواک، ١٣ غويى ٩٣): نن سهار د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې فلاينکوچ موټر چپه شوى او ١٨ کسان په کې مړه شوي دي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدقيوم انګار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د قلعه نو- هرات پر لويه لاره د بالامرغاب اړوند د "منګان بند" په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې ياد فلاينکوچ موټر يوې کندې ته لوېدلى او په کې سپاره ١٨ کسان مړه شوي دي.
دى وايي چې په سيمه کې باران شوى و او کېداى شي دغه موټر د سړک د خرابوالي له امله چپه شوى وي.
انګار د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې مړه شوي کسان د بالامرغاب ولسوالۍ او فارياب ولايت اوسېدونکي دي.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وايي چې د يادو کسانو مړي بالامرغاب ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن