ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ٣١٢ ښوونځي ودانۍ نه لري

د کونړ ٣١٢ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
3 May 2015 - 11:00
د کونړ ٣١٢ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
3 May 2015 - 11:00

اسعداباد (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د کونړ د پوهنې رياست چارواکي وايي چې څه باندې ٣٠٠ ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو کموالى يې يوه له مهمو ستونزو ده.

د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالقهار اخونزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لايت کې هېڅ بند ښوونځى نه لري او ټول ٥١٢ بابه ښوونځي فعال دي.

هغه زياته کړه چې په دغو ښوونځيو کې له ١٨١زره ډېر  زده کوونکي زده کړې کوي چې يواځې ٧٠١٩٦ يې نجونې دي.

اخوندزاده وايي چې په کونړ ولايت کې د ښځينه ښوونکو کمښت يوه مهمه ستونزه ده او په ټول ولايت کې يواځې ٢٢٥ ښځينه ښوونکې دي.

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې له فعالو ښوونځيو  يواځې ١٦٦ يې ودانۍ لري او د  ٣٤ نورو ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو کار روان دى.

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وويل چې په دغه ولايت کې پاتې ٣١٢ ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري، په کرايي کورونو، خېمو او تر شنه اسمان لاندې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

عبدالقهار اخندزاده وويل چې کونړ يو غرنى ولايت دى او ٧٥ سلنه ښوونځي چې په غرنيو او نا امنو سيمو کې دي، خو تر اوسه له کوم جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي.

د هغه په وينا، يواځې تېر کال په دانګام ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله يو ښوونځى سوځول شوى و.

تدريسي مرستيال زياتوي  چې د دوى بله مهمه ستونزه د ښوونکو کمښت دى او همدا اوس په بېلابېلو سيمو کې ٧٠٠ ښوونکو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، دغه راز په دغه ولايت کې ٣٨ بابه ديني مدرسې هم شته چې ٣٧ يې د هلکانو او يوه يې د نجونو  ده.

اخندزاده وويل چې په دې ديني مدرسو کې ١٠٨١٥ زده کوونکي پر ديني زده کړو بوخت دي، چې ٧٩٢ يې نجونې دي.

دى وايي، په دغه ولايت کې د ديني مدرسو په فعالېدو سره اوس پاکستان ته د ديني زده کړو لپاره د تلونکو زده کوونکو کچه ټيټه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.