ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې لسګونه کسان د ژورنالېزم له زده کړو فارغ شول

پکتيا کې لسګونه کسان د ژورنالېزم له زده کړو فارغ شول

author avatar
3 May 2015 - 11:50
پکتيا کې لسګونه کسان د ژورنالېزم له زده کړو فارغ شول
author avatar
3 May 2015 - 11:50

ګردېز (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): په پکتيا ولايت کې پنځه دېرش کسانو ته د ژورنالېزم په برخه کې لومړنۍ زده کړې ورکړل شوې دي.

د دغه کورس چې زده کړو چارې يې د پکتيا پرېس کلب له خوا پر مخ وړل کېدې د فراغت په مراسمو کې يې د دغه ولايت دولتي چارواکو، خبريالانو او يو شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.

دغه زده کړې په دغه ولايت کې د پکتيا ژورنالېستانو د ګډ دفتر پکتيا پرېس کلب له خوا ورکړل شوې چې پنځه دېرش هغه کسان چې د پوهنتون محصلين او هغه کسان چې د ژورنالېزم په ډګر کې يې عملي کار کاوه برخه اخيستې وه.

د يادې ادارې مرستيال سميع الله پيوند پژواک ته وويل: ((موږ لومړى له سلو کسانو ازموينه واخيسته چې وروسته مو ترې پنځه دېرش کسان وټاکل او لس ورځنۍ زده کړې مو ورکړې.))

نوموړی وايي چې په دغو زده کړو کې د ژورنالېزم اساسات،خبر ليکنه، مرکه او عملي کار شامل و او له دې وروسته به هم دغو کسانو ته په اړوند برخه کې نورې زده کړې هم ورکړل شي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې د پخوا په پرتله اوس په دغه ولايت کې د ژورنالېزم بهير غوړېدلی  او زياتې رسنۍ  په دغه ولايت کې فعاليت کوي.

دی وايي، دغه ځوانان چې په دې برخه کې يې زده کړې کړې، هيله من يو چې په دغه ولايت کې د ژورنالېزم په برخه کې ښه کار وکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

سهي وويل چې د راتلونکي لپاره د ځوانانو د داسې ډول روزنيزو ورکشاپونو په جوړولو کې به له دوی  سره مرسته کوي تر څو ځوانان نور هم پر پښو ودرېږي.

د ياد ورکشاپ يو ګډونوال عبدالله احمدزی وايي: ((زموږ له ژورنالېزم سره مينه وه خو پر دې نه پوهېدو چې دغه مسلک کوم اصول لري  او په کومو برخو کې زده کړې کېږي.))

دی وايي چې اوس مهال دوى کولای شواى چې په سيمه ييزو رسنيو کې کار وکړي، خو لا هم دې ډول او نورو مرستو ته اړتيا لرو چې بايد هغه ادارې چې رسنيز کارونه کوي له موږ سره مرسته وکړي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.