ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي له ولسي جرګې سره د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي

امنيتي چارواکي له ولسي جرګې سره د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي

author avatar
4 May 2015 - 12:35
امنيتي چارواکي له ولسي جرګې سره د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي
author avatar
4 May 2015 - 12:35

کابل (پژواک،١٤غويى۹۴): د لوړپوړو امنيتي چارواکو او ولسي جرګې تر منځ د هېواد د امنيتي وضعيت او له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د تړلو دروازو تر شا خبرې روانې دي.

ولسي جرګې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي او د ملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري نن ورغوښتي تر څو په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په اړه معلومات ورکړي.

دغه راز د جرګې يو شمېر غړي وايي چې له امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون نه دى عملي شوى او ياد چارواکي بايد جرګې ته په دې اړه هم معلومات ورکړي.

د جرګې د نننۍ غونډې په پيل کې د بدخشان استازي عبداللطيف پدرام وويل چې له امريکا سره امنيتي تړون په افغانستان کې د ناامنيو د ډېروالي لامل شوى دى.

ده د دې تړون تصويب اشتباه او ملي خيانت وباله او زياته يې کړه چې په افغانستان کې روانې ستونزې بايد د ملي اجماع له لارې حل شي.

 خو په ولسي جرګه کې د فارياب استازي نقيب الله فايق وويل چې ولسي جرګې د ياد امنيتي تړون په تصويب کې اشتباه نه ده کړې او امنيتي چارواکي بايد په دې اړه معلومات ورکړي چې ولې د دې تړون ځينې مادې نه دي عملي شوي.

ده ونه ويل چې د تړون کومې مادې نه دي عملي شوې.

د جرګې ځينو غړيو ويل چې له پاکستان او ځينې نورو هېوادونو څخه شاوخوا ٣٠٠ تنه د فارياب، کندوز او سرپل ولايتونو راغلي او وايي چې هلته د کوکنارو د نېش وهلو لپاره تللي دي.

خو د جرګې دغه غړي وايي، د سيمې خلکو ويلي چې د يادو کسانو له څېرو ښکاري چې د نېش وهلو لپاره نه ، بلکې د ترهګريزو کړنو د تر سره کولو لپاره يادو ولايتونو ته تللي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل د جرګې غړي تل له امنيتي ستونزو سر ټکوي، خو نن چې امنيتي چارواکي ورغلي، د جرګې ډېرى غړي غونډې ته نه دي حاضر شوي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې له ټولو ٢٤٩ غړيو څخه شاوخوا ٧٠ تنه حاضر وو. 

وروسته ابراهيمي وويل، يادو امنيتي چارواکو ويلي چې که جرګه روښانه ځواب غواړي نو غونډه دې سري شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.