ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ناوه کې ماينونو د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې

د غزني په ناوه کې ماينونو د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې

author avatar
4 May 2015 - 16:43
د غزني په ناوه کې ماينونو د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې
author avatar
4 May 2015 - 16:43

غزني ښار (پژواک، ۱۴ غويى ۹۴): چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا پر لويو لارو د خښ شوو ماينونو له امله په ناوې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې ده.

ټاکل شوې وه پرون د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده له  نورو ملکي او پوځي چارواکو سره ناوې ولسوالۍ ته سفر وکړي، خو پر لاره د ماينونو له امله پلاوى يواځې تر ګيلان ولسوالۍ پورې ولاړ.

ناوه چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه وه، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له خوا تر برياليو عملياتو وروسته د وسله والو له ولکې ووته.

د غزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده ناوې ولسوالۍ ته نږدې د ګيلان ولسوالۍ په سرحدي سيمه جهانګير بازار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، که چېرې د ماينونو ستونزه نه واى، نو نه يواځې دوى ناوې ته تلل، بلکې  امنيتي ځواکونو ټوله ولسوالي له وسله والو پاکوله.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو سلګونه کړۍ ماينونه پر لارو ځاى پر ځاى کړي چې له امله يې د امنيتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيول شوې ده.

اکبرزاده وايي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې له تلفاتو ورکولو پرته ماينونه شنډ او ياده ولسوالي ټوله تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د غزني سرپرست والي وويل چې وسله والو طالبانو د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړى او ترې په تنګ راغلي دي.

د هغه په وينا، د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي نور په خپله سيمه کې سوله، امنيت او پرمختګ غواړي او که دغه کار وشي، نو حکومت به د بيارغونې ګڼې پروژې په دې ولسوالۍ کې پلې کړي.

د غزني د مقر امنيه قوماندان حاجي محمد چې د ناوې او ګيلان ولسواليو په عملياتو کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل چې وسله وال طالبانو اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او خپل ټول زور په ماينونو کې ښيي.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي او له هغه ځايه د پر دولتي ځواکونو ډزې کوي.

حاجي محمد وايي، د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې په ګيلان او ناوه ولسواليو کې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون ١٣١ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((کومې سيمې چې موږ ونيسو، نو د سيمې اوسېدونکې سپين سرې مېرمنې له کورو راوځي او زارۍ کوي چې له دې ځايه مه ځئ او همدلته پوستې واچوئ.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.