ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک خبر د ټپي ښوونکي اقتصادي ستونزه هواره کړه

د پژواک خبر د ټپي ښوونکي اقتصادي ستونزه هواره کړه

author avatar
4 May 2015 - 13:43
د پژواک خبر د ټپي ښوونکي اقتصادي ستونزه هواره کړه
author avatar
4 May 2015 - 13:43

جلال اباد (پژواک، ۱۴ غويى ۹۴): په ننګرهار کې دوو مرسته کوونکو ټولنو د کابل بانک په پېښه کې له ټپي شوي اړمن ښوونکي حنان ګل سره نغدې مرستې وکړې.

حنان ګل د وري په ۲۹مه په جلال اباد کې  د شوي ځانمرګي بريد له امله ټپي شوی او له هغه وروسته چې پژواک اژانس يې پر ژوند او اقتصادي حالت راپور خپور کړ، يو شمېر ټولنو ورسره مرستې پيل کړې.

۵۵ کلن حنان ګل د جلال اباد د  مجبور اباد لېسې ښوونکی دی، اووه لوڼې او يو کشر زوی لري او په جلال اباد ښار کې په کرايي کور کې اوسېږي.

د غويي په ۱۴مه د مثبت بدلون ټولنې او افغان فاونډېش مشرتابه د دغه ټپي استاد کور ته ورغلل او خپلې مرستې يې ور ورسولې.

د  "مثبت بدلون ټولنې له دغه استاد سره ۱۰۰ ډالر، ۶۰۰۰ کلدارې او ۴۰۰۰ افغانۍ او "افغان فاونډېشن" ۵۵۱۱۰ افغانۍ مرستې ورسره وکړې.

په ننګرهار کې د "افغان فاونډېشن" مسوول محمد هلال پژواک اژانس ته وويل: ((د ټپي شوي استاد په اړه د پژواک تر راپور وروسته مو هوډ وکړ چې له ټپي استاد سره مرستې وکړو.))

هغه زياته کړه چې  ياد ښوونکي ته به په مرسته شوو پيسو ريکشاه واخلي، څو کورنۍ ته يې د عايد راوړو وسيله شي.

نوموړى وايي: ((زموږ ټولنې ته په لندن کې د مېشتو افغانانو له لوري مرستې راټولېږي او په هېواد کې يې پر اړمنو خلکو وېشو.

بلخوا د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون وويل چې د دغه استاد لپاره يې يادې مرستې له يو شمېر مرسته کوونکو له لوري راټولې کړې وې او نن يې هغه ته ورکړې.

سباوون وويل ټولنه يې د دغسې اړمنو کسانو د لاسنيوي لپاره مرستې راټولې او بيا يې ورسوي.

استاد حنان ګل د مرستو د  تسلمېدو پر مهال وويل: (( له پژواک اژانس څخه مننه کوم چې پر ما يې راپور خپور کړ او زه يې مرسته کوونکو ته ور ياد کړم، هيله ده چې په دې مرستو به مې د ژوند چارې ښې شي.))

د يادو مرستو کوونکو ټولنو استازي وايي چې استاد حنان ګل په خورا بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي او دغسې نورو ډېرو مرستو ته اړتيا ده چې بايد ورسره ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.