کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٤): طالبانو د قطر په کنفرانس کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي ادرس او د فتر غوښتنه کړې ده.
د قطر دوه ورځنى کنفرانس د پګواش په نوم يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د شنبې په ورځ (د غويي ١٢مه) جوړ شوى و او پرون له کومې پايلې پرته پاى ته ورسېد.
په کنفرانس کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ افغان پلاوى چې په کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه.
دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پلاوى هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړى و.
طالبانو د غويي په ١٤مه هغه اوږده اعلاميه خپره کړې چې د قطر په کنفرانس کې د دوى د استازي محمد عباس ستانکزي له خوا لوستل شوې ده.
په دې اوږده اعلاميه کې د افغانستان د روان وضعيت، د جګړې د پيل د لاملونو، د سولې د پروسې او د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه په تفصيل خبرې شوې دي.
طالبانو په دې اعلاميه کې د پګواش له نړيوالې موسسې او قطر هېواد څخه مننه کړې چې د دې ډول کنفرانس جوړولو ته يې زمينه برابره کړه.
په اعلاميه کې طالبانو منلې چې د واکمنۍ په لومړيو کې يې د کم تجربۍ له امله ځينې تېروتنې کړې دي او نيمګړتياوې يې هم درلودې.
خو دوى ويلي چې د شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدينو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره يې مبارزه کړې وه چې وروسته د دسيسو ښکار شوه او امريکا د ترهګرۍ په پلمه په افغانستان کې جګړه پيل کړه.
طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان اوسنى خراب حالت په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون او عملياتو له امله دى.
دوى ويلي: ((افغانستان اوس په نړۍ کې د اداري فساد او د نشه يي موادو د قاچاق په لېست کې لومړی مقام لري. دا هغه دلايل دي چې د هغو له امله هېواد د يوه بحران او نامعلومې راتلونکې پر لور روان دى.))
د قطر په کنفرانس کې د طالبانو له خوا په لوستل شوې اعلاميه کې راغلي چې سوله د هر ولس، هېواد او د هر انسان اړتيا ده او له سولې پرته ژوند ناشونى دى، خو سوله يواځې په شعارونو نه راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن