جلال اباد (پژواک،۱۴غويى۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په ۱۴مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د "لاندې باسول" سيمه کې په موټر کې پر سپرو وسله والو هوايي بريد شوی دی.
د والي وياند زياته کړه چې په دې بريد کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او د سيمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال پژواک اژانس ته وويل چې دا کسان د يوه سراچه موټر او موټر سايکل په وسيله له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، چې هوايي بريد پرې وشو.
د هغه په وينا:(( دغو وسله والو چې مشري يې د نثار په نامه طالب قوماندان کوله په سيمه کې د تخريبي اعمالو هوډ درلود، چې موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.))
اخوا د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي اسرار الله پژواک ته وويل چې د باسوال سيمه د دوی ولسوالۍ ته نږدې ده او دغلته پر وسله والو تر هوايي بريد وروسته د ۱۲ وسله والو مړي د بټي کوټ چادرې جومات سيمې ته راوړل شوي دي.
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل چې په ياد هوايي بريد کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
غالب وايي: (( زموږ معلومات دا دي چې په وژل شوو کې يو يا دوه تنه د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې مړي يې دلته راوړل شوي او ډېر نور وژل شوي وسله وال پاکستانيان دي.))
د مومند درې ولسوال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن